سلايډ (فيچر) سياست

د ولسمشريزو ټاکمنو د کمپاين په لومړۍ ورځ د نوماندانو شعارونه او ژمنې…

د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين په موخه له اتلسو نوماندانو درې هغو خپلو پلويانو په غونډو کې د يو شمېر شعارونو او ژمنو سره خپل ټاکنيز کمپاينونه پيل کړل.

ولسمشر اشرف رغني، اجراييه رييس عبدالله عبدالله او عنايت الله حفیظ په رسمي ډول خپل کمپاينونه پيل کړل.

ولسمشر غني د لويې جرګې په خېمه کې د خپلو پلويانو يوې غونډې ته په وينا کې خپل تېره پنځه کلنه دوره بريالۍ وبلله او له خپلو پلويانو يې وغوښتل، د نيمګړو او پاتې پلانونو د بشپړولو په موخه يې يو ځل بيا واک ته ورسوي.

ولسمشر غني د سوداګرۍ په برخه کې خپله سټراټيژي بريالۍ وبلله او زياته يې کړه، چې د تېرو دوو کلونو پر مهال ۱۷ د ځنغوزو بيې لوړې شوي او که بل ځل واک ته ورسول شو، نو د افغانستان د ټولو ولسواليو سربېره د ډيورنډ کرښې پورې غاړې قبايلو ته هم برېښنا ورسوي.

هغه خپل ځان د غازي امان الله خان، سردارد محمد داود خان او موسی شفيق وارث یاد کړ او زياته يې کړه، چې د هغوی د ارمانونو نيمګړی فصل به پوره کړي.

ولسمشر غني وويل، تر راتلونکو پنځو کلونو به هېواد په بشپړه توګه له اقتصادي پلوه خپلواک او پر ځان بسيا شي.

د سولې په اړه يې زياته کړه، چې يوازې د ولس په رايو راغلی حکومت او ولسمشر د سولې راوستو واک او توان لري او که کوم ولسمشر د ولس پر رايو نه وي راغلی، هغه بيا خوشې چيټي ديکتاتور دی.

ولسمشر وويل: «زه چې ولسمشر يم، خو ستاسو پر رايو راغلی يم.»

د ولسمشر غني سيال او اجراييه رييس عبدالله عبدالله بيا په اوارناس هوټل کې د خپلو پلويانو غونډې د وينا پر مهال تر ډېره پر ولسمشر غني نيوکې وکړې، خو د هغه نوم يې ياد نه کړ.

هغه وويل، چې يوه نوماند له خلکو سره په ژمنه کې وويل، چې دی به په هېواد کې عمري عدالت پلی کړی، خو که چا ته د عمري عدالت په اړه تاريخي معلومات نه وي، ښايي د تېرو پنځو کلونو په ليدو يې د عمري عدالت په اړه اعتقاد خراب شي.

هغه د ولسمشر غني پر هغو خبرو هم نيوکه وکړه، چې ځان يې د مولانا رومي وارث وباله او زياته يې کړه، چې ځان د مولانا وارث مه بوله، بلکې شعرونه يې غلط مه وايه.

عبدالله زياته کړه، چې د بريا په صورت کې به د اجرایيه رياست څوکۍ فعاله کړي او له اوسني اجراييه رياست څخه به څو برابره زيات فعال او غښتلی وي او د اجراييه رياست لپاره يې انورالحق احدي نوماند وباله.

هغه ولسمشر غني ته په اشاره دا هم وويل، چې ځينې خلک ځانونه د فساد ضد بولي، خو د مخابراتو پخوانی وزير په فساد تورن کړ او دوه ورځې وړاندې محکمې برائت ورکړ او په مقابل کې يې داسې يو څوک د ګمرکاتو مرستيال ټاکلی، چې اوس هم په څارنوالۍ کې دوسيه لري.

د ولسمشريزو ټاکنو بل نوماند عنايت الحق حفیظ د خپلو سيالانو پر خلاف د کابل ښار شپږمه حوزه کې خپل ټاکنيز کمپاين ولسي غونډې ته د وينا پر ځای د سړکو په پاکولو پيل کړ.

د ولسمشريزو ټاکنو نورو نوماندانو د ټاکنو د تحريمولو ګواښ کړی

د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو شورا ولسمشر غني او اجراييه رييس عبدالله له دولتي امکاناتو په ګټه اخيستو تورن کړي او ګواښ يې کړی، چې دوی به دغه ټاکنې تحريم کړي.

دغو نوماندانو تور پورې کړی، چې د ټاکنو کميسیون کې حکومت پلوي کسان ګومارل شوي، چې تر ډېره د ولسمشر غني په پلوۍ کمپاين او هڅې کوي.

د ولسمشريزو ټاکنو لپاره کمپاین تېره ورځ پيل شو، هر نوماند حق لري، تر راتلونکو دوو مياشتو خپل کمپاينونه وکړي، خو پر دوی شرط لګول شوی، چې پوځي اډو ته نږدې او عامه ځايونو کې به غونډې نه کوي او د ميزان په شپږمه د ټاکنو له ترسره کېدو يو ورځ مخکې بايد خپل ټاکنيز کمپاین پای ته ورسوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون