افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

ټرمپ پمپيو ته له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو امر کړی

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو واشنګټن کې یوې ناستې ته وویل ،چې له ولسمشر ټرمپ څخه يې قاطع امر تر لاسه کړی، ترڅو د امريکا د ۲۰۲۰ کال تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ویستلو لړۍ پیل کړي.

مایک پامپيو دغه راز وايي چې امريکا له طالبانو سره خبرو کې ستر پرمختګ کړی او ژر به ټول ددغه پرمختګ شاهدان و اوسو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د پمپیو له قوله لیکي، ولسمشر ټرمپ امر راته کړی څو د ۲۰۲۰ د ولسمشریزو ټاکنو تر پیل وړاندې له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د راوتلو بهیر پیل کړم، نوموړي په دې برخه کې قاطع امر کړئ، او د افغانستان د جګړې د ختمولو او د عسکرو د را ایستلو یې راته ویلي.

د پمپیو په خبره، له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په را ایستلو کې به دوی یوازې نه وي او زیاتوي « له افغانستان څخه د عسکرو را کمول به یوازې د ولسمشر ټرمپ د امر پوره کول نه؛ بلکې زما ماموریت هم دی.

د امریکا متحده ایالات داسې مهال له افغانستان څخه د عسکرو را ایستلو ته تیاری نیسي، چې  طالبانو له افغانستان د امریکايي عسکرو د وتلو د مهالویش له اعلان مخکې له افغان حکومت سره د حکومت په حیث خبرې او مذاکرات په بشپړ ډول رد کړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون