پاکستاني رسنۍ وایي چې نن سه شنبه/ زمري۸مه سهار وختي د پاکستان پلازمېنې ته څېرمه په یوه ګڼمېشته سېمه کې یوه پوځي الوتکه د خلکو د استوگنې پر کورونو غورځیدلې چې د دوو پوځي افسرانو او ملکي خلکو په ګډون ۱۷ تنه پکې وژل شوي.
د پاکستان د پوځ ویاند په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د پاکستان د پوځي هوایي چلند یوه کوچنۍ الوتکه ، چې په تمریني پرواز الوتې وه، د راولپنډۍ ښار د موړه کالو سیمه کې د خلکو پر کورونو غورځیدلې ده چې پکې د دوو پیلوټانو په شمول د پوځ پنځه تنه سپاره ول،چې ټول کسان وژل شوی دي .
په پاکستان کې رسنۍ وایي چې الوتکه پر کورونو غورځیدلې ده او د غورځیدو سره د پيښې په ځای کې اور لگېدلی، چې له کبله یې په خپلو کورونو کې په خوب ویده ۱۲ تنه وژل شوي او شاوخوا دوولس تنه نور ژوبل دي.
اوس په سیمه کې د ژغورنې کارکوونکې د خلکو مرستې ته ورغلي دي.
د پیښې شاهدین وایي چې د غورځیدو نه مخکې د الوتکې په شاته برخې کې اور لگیدلی و او د سوځیدلې ټوټو پرچو په کورونو د غورځیدلو له کبله کورونو ته اور ولگیده.
اوس هم سېمه کې بېړنی حالت اعلان شوی او اغېزمن شوي خلک له کورونو را ایستل کېږي او روغتونونو او خوندي ځایونو ته رسول کېږي.
څرگندون