لوبې

کرېس گېل شاداب خان ته په رڼا ورځ ستوري وښودل

د کاناډا گلوبل ټي۲۰ شل اوریزو لوبو کې د وېسټ انډیز پیاوړی او پېژندل شوی توپ وهونکی کرېس گېل پاکستاني توپ اچوونکی شاداب خان ته په رڼا ورځ ستوري وښودل.

کرېس گېل یو اور کې په شاداب خان ۳۲ منډې جوړې کړې او د چټکې توپ وهنې په مرسته يي خپله لوبډله کرایډمنټن رویالز بریا ته ورسوله. له دې وړاندې لوبې کې هم کرېس گېل ۱۲۲ منډې جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړې وه.

د تېرې ورځې لوبې کې وینکوور نایټس لوبډلې د اېډمنټن لوبډلې ته د ۱۶۶ منډو هدف وټاکه چې ځوابي توپ وهنې کې اېډمنټن لوبډلې لومړۍ اور کې خپله لومړۍ وېکېټه له لاسه ورکړه. خو کرېس گېل پیاوړې توپ وهنې او والټن سره غوره ملگرتیا په مرسته دغې لوبې کې خپله لوبډله بریا ته ورسوله.

د لوبې دیارلسم اور کې کرېس گېل په شاداب خان څلور شپږیزې او دوه څلوریزې ووهلې او په دې ډول یو اور کې يي ۳۲ منډې جوړې کړې. کرېس گېل د شاداب خان په لومړۍ او دوهم بال دوه پرلپسې شپږیزې، په درېیم او څلورم بال دوه څلوریزې او په وروستیو دوو بالونو بیا دوه شپږیزې ووهلې.

که څه هم کرېس گېل دغې لوبې کې د سلیزې په وهلو بریالی نشو، خو په ۴۴ توپونو د شپږو څلوریزو او نهو شپږیزو په مرسته يي ۹۴ منډې جوړې کړې او دغې لوبې کې يي د خپلې لوبډلې بریا یقیني کړه.

شاداب خان د کرېس گېل شپږیزو له امله تر ټولو زیاتې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی ثابت شو. نوموړی خپل ۴ اورونو کې د کوم لوبغاړی له سوځولو پرته ۶۶ منډې ورکړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون