لوبې

هندوستان وېسټ انډیز ته په څلورو وېکېټو ماتې ورکړه

د امریکا متحده ایالاتو کې د هندوستان او وېسټ انډیز ترمنځ د دریو نړیوالو شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه د هندوستان په بریا پای ته ورسېده. وېسټ انډیز دغې لوبې کې په څلورو وېکېټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه هندوستان وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

وېسټ انډیز ټاکل شوو شلو اورونو کې د کمزورې توپ وهنې پایله کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۹۵ منډې جوړې کړې.

وېسټ انډیز لپاره پولارډ په ۴۹ توپونو د دوو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۴۹ او پوران په ۱۶ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۲۰ منډو جوړولو سره تر ټولو ښه ځلېدونکي لوبغاړي ول. د وېسټ انډیز پنځه لوبغاړي په صفر او پاتې نور توپ وهونکي له لسو څخه په لږو منډو خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې.

هندوستان لپاره سایني ۳، بونېشور کومار ۲ او واشنگټن سندر، خلیل احمد، هاردېک پانډیا او روېندرا جدېجا یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې هندوستان هم ونه توانید ټاکل شوی هدف اسانۍ سره پوره کړي او ۱۷٫۲ اورونو کې يي خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۹۸ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په څلورو وېکېټو وگټله.

هندوستان لپاره روهېت شرما په ۲۵ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۲۴ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

وېسټ انډیز لپاره کوټرېل، ناراین او پاول دوه دوه وېکېټې واخیستې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون