لوبې

هندوستان دوهمه شل اوریزه لوبه هم وگټله

د هندوستان او وېسټ انډیز ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو دوهمه لوبه هم د هندوستان په بریا پای ته ورسېده. وېسټ انډیز دغه لوبه په ۲۲ منډو وبایلله.

د لوبې پچه هندوستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

هندوستان ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د روهېت شرما غوره توپ وهنې په مرسته ۱۶۷ منډې جوړې کړې.

هندوستان لپاره روهېت شرما په ۵۱ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۷ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی توپ وهونکی ثابت شو.

وېسټ انډیز لپاره ټامس او کوټرېل دوه دوه او پاول یوه وېکېټه واخیسته.

د وېسټ انډیز توپ وهنې په جریان کې لوبه د باران له امله وځنډول شوه او باران ودرېدو څخه وروسته وېسټ انډیز ته په ۱۵٫۳ اورونو کې د ۱۲۱ منډو هدف وټاکل شو.

وېسټ انډیز د کمزورې توپ وهنې پایله کې ۱۵٫۳ اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې د پاوېل غوره توپ وهنې په مرسته ۹۸ منډې جوړې کړې او په ۲۲ منډو يي ماتې وخوړه.

وېسټ انډیز لپاره یوازې پاوېل په ۳۴ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۴ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

هندوستان لپاره هاردېک پانډیا ۲ او واشنگټن سندر او بونېشور کومار یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون