سلايډ (فيچر) نظر

ایا افغان سوله ممکنه ده؟

ډاکټر فیض محمد ځلاند

د افغان جګړې پیچلتیا ګڼ خلک حیران کړي چې ایا افغان سوله ریښتیا هم امکان لري؟ د افغان جګړې اوږدوالی، له څلورو لسیزو راهیسې د پردو تپلې جګړې د افغان هډونو د ماتیدو سبب شوي دي، له ګران افغانستان خپله جغرافیه هم انتقام اخلي، ګران وطن د نیمګړو وطنونو په څلور لارې کې پروت دی چې ځینې یې ګڼې زیرمې لري او ځینې یې لوی جاغورونه چې ددې زیرمو د ایلولو، زبیښلو خوبونه ویني. د جغرافیي بل انتقام هم په سیمه کې د ګڼو او متضادو ایدیالوژیو شتون دی. د ګران وطن په ګاونډ کې ځینې د مذهب په نوم د پان شیعه ایزم اوږد مهاله تګلاره په مخ وړې، ځینې نور یې بیا د مذهبي افراطیت تر نامه لاندې خپل مصنوعي ژوند ته ساه اوږدوي، دا ټول په افغان خاوره د جګړې د دوام له لارې امکان لري.

ګران افغانستان له څلور لسیزو راهیسې له دې ټولو ناخوالو کړیږي، په ځآن کې ماتیږي، خو ددې ټولو تضاداتو تر څنګ د نا اهلو مشرانو له لاسه یې د معاصر تاریخ هره سوبه په غماز خرڅه شوي ده. ولس چې د کوم رهبر تر شا دریدلی، همهغه رهبر ولس پلورلی، ولس چې د کوم مشر په خوله د زړه ټوټې قرباني کړي، هغه مشر بیا د ولس د زړه په هر امید، هرې هیلې لوبې کړي دي. دا حقیقت دی چې په نالوستې ملت تاریخ بیا، بیا تکراریږي، تاسو د المان او فرانسې د لوستو ملتونو تقدیر ته ګوري چې څنګه په تدبیر تغیر شو، د کلنو جګړې، د لومړې او دویمې نړیوالي جګړې دښمنې یې په داسې دوستۍ بدله کړي چې تر منځ یې هیڅ دیوال، سرحد او جغرافیه نه شته.ایا موږ افغانان هم کولی شو د ځآن د را ټولولو، د خپل ځآن د ساتلو او د پردیو له جګړو څخه د خلاصون د پاره د یو ملت په توګه، د یو ستر ولس په توګه را پورته شو؟؟

امریکا څه غواړي؟

امریکا د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب، د خپلې ځبرځواکۍ د ساتنې د پاره بلاخره دیته غاړه کیښوده چې له طالبانو سره خپل توپیرونه او ستونزې د سولې د خبرو له لارې حل کړي، خو دا په دې مانا نده چې امریکا دې له خپلو ملي ګټو څخه تېره شي یا دې له افغانستان او سیمې څخه لاس واخلي. امریکا چې کومې

ګټې په تېرو ۱۹ کلنو کې، په افغان جګړه کې خوندي کولې، اوس کوښښ کوي هغه ګټې په افغان سوله کې را ونغاړي. پوښتنه دا ده چې موږ افغانان به وکولی شو خپلې ملي ګټې، د خپل مظلوم ولس اوجود له نولس کلنې جګړې وورسته په سوله کې خوندي کړو؟

هو، موږ باید دا کار وکړو کنه دا ځل به هر څه له لاسه ورکړو: جغرافیه، ملت، ارزښتونه او ګټلې خپلواکي. موږ باید د خپل معاصر تاریخ د تکرار مخه ډب کړو، د افغان سولې تر ټولو ستر خنډ اچوونکي به زموږ (افغانانو) ترمنځ د پردیو په لمسون تش په نوم افغانان وي، دا پردیپال باید وپیژنو، دوی باید قرنطین کړو، ددوی د شومو موخو، د واک تنده، د ځانپالنې هڅه باید شنډه کړو. د یو ستر ملت په توګه خپل توپیرونه د ملي ګټو د خوندیتوب د پاره شاته کړو، په لویو ارزښتونو ( اسلام، ملي یووالي، افغانیت، جغرافیه، خپلواکۍ) سره سلا شو، نورې وړې خبرې، د حکومت ډول، د لنډمهالي یا د لیږد د حکومت د رامنځته کولو په بڼې، وخت، دوام، د مشرتابه په نوم او ورته نوور وړو کیسو کې ځانونه بوخت نکړو. ملت جوړونه، دولت جوړونه د لسیزو مزل وهل دي، دا په سړه سینه او اغیزناک پلان سره شونی دي چې رامنځته شي. موږ ته په کار دی چې په ګران وطن کې د اساسي بدلونونو د پاره د لسیزو مزل ووهو تر څو د پردیو له ایدیالوژیو، پردیپالنې او چوپړ څخه ځان خپلواک کړو.

افغان سوله بیخې ممکنه ده که موږ افغانان ورته د ملي ارزښت او اړتیا په سترګه وګورو، ددې ارزښت او اړتیا د پاره باید خپلې شخصي ګتې او واړه قومي، سلیقوي او شخصي ارزښتونه، اړیتاوې باید تر پښو لاندې کړو، افغان سوله د افغان ستر، مظلوم ملت د بیا رغووني او جوړوني د ستر فرصت په توګه وګورو او په سړو مغزو یې د رغوونې چارو ته لومړیتوب ورکړو.

د امریکا دې په مخه ښه شي، طالب دې خپل کور ته پخیر راشئ، زموږ ترمنځ کرښې پردۍ دي، موږ د یوې مور مظلوم او بیچاره بچیان یو چې له یو بل سره په مرسته او مینه به د نړۍ سیال ګرځو او د خوړلو څپیړو حساب، کتاب به په کرار له هر ظالم سره کوو، ان شا الله.

درناوی

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون