سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

اسلام اباد: امريکايي او پاکستاني چارواکي پر افغان سوله غږيږي

سويلي اسيا لپاره د امریکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز په مشرۍ د امریکايي ډيپلوماټانو يو پلاوی پر افغان سولې د خبرو لپاره نن دوشنبه اسلام اباد ته ځي.

د راپورونو له مخې دغه سفر به پنځه ورځې دوام وکړي او د دواړو هېوادونو چارواکي به د دوه اړخيزو اړيکو سربېره د افغانستان سولې بهير په اړه هم خبرې وکړي.

الیس ويلز په داسې حال کې اسلام اباد ته ځي، چې دوحه کې د امریکا او طالبانو د سولې خبرې روانې دي.

د افغانستان سولې او پخلاينې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ويلي، له طالبانو سره د يوه ښه تړون په موخه په مذاکراتو بوخت دی.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو هم ويلي، ولسمشر ټرمپ غواړي، د افغانستان روانه جګړه له سوله‌ييزې لارې پای ته ورسوي او خپل پوځيان بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړي.

مايک پامپيو د افغانستان سولې بهير کې د پاکستان رول اړين بللی او د هغه مرستیاله اليس ويلز په همدې موخه اسلام اباد ته سفر کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون