سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

هند د کشمير نيمه خپلواکي لغوه کړې، پاکستان دا پرېکړه غندلې

نوي ډيلي د هند تر ولکې لاندې کشمير ايالت د نيمه خپلواکۍ حیثيت بېرته لغوه کړی دی.

د هند د اساسي قانون د ۳۷۰ مادې له مخې د مسلمان اکثريت ايالت کشمير اوسېدونکو د دې واک درلود، چې په خپله قوانين تصويب کړي، خو اوس د هند حکومت دغه ماده لغوه کړې او تر دې وروسته د هندي کشمير پارلمان د قوانينو په تصويب کې خپلواک نه دی او تر دې وروسته د نورو ايالتونو خلک کولی شي، چې کشمير ځمکې او جايدادونه وپېري.

د هند پارلمان د اپوزيسون ګوندونو د حکومت دا پرېکړه غندلې او دا يې د ديموکراسۍ لپاره توره ورځ بللې ده.

له تېرو څو ورځو راهيسې په کشمير کې وضعيت ترینګلی دی، هند هلته زرګونه پوځيان لېږلي،د سياسي ګوندونو مشران په خپلو کورونو کې نظر بند دي، ټول ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي او انټرنيټي خدمات هم ځنډول شوي دي.

پاکستان د هندي چارواکو دا پرېکړه غندلې او له نړيوال قانون څخه يې سرغړونه بللې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فیصل ويلي، د هند تر ولکې لاندې کشمير په نړيواله کچه منل شوې  جنجالي سيمه ده او زیاته کړې يې ده، چې د هندي چارواکو دغه پرېکړه د پاکستان او کشمير ولسونو ته د منلو وړ نه ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون