سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د اتم پړاو له خبرو وروسته خلیلزاد نوي ډيلي ته روان شوی

د افغانستان سولې او پخلاينې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالب استازو سره تېرې درې ورځنۍ خبرې ګټورې بللي او له دې خبرو وروسته د هند پلازمېنې نوي ډيلي ته روان شوی دی.

خلیلزاد زياته کړې، چې دوی داسې شرایطو په ايجادولو کار کوي، چې امریکايي پوځيانو ته له افغانستانه د وتلو لاره برابره کړي او په دې لړ کې يې د مهمو پرمختګونو خبر ورکړی دی.

هغه ويلي، د ټاکل شوي تقسيم الاوقات له مخې په افغان سوله کې د نړيوالې مرستې د ترلاسه کولو په موخه هند ته روان شوی دی.

خلیلزاد وايي، په ورته وخت کې به د امریکا او طالبانو کوچني تخنيکي ټيمونه د اړينو ګامونو په اړه خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون