لوبې

سمېت او لاین استرالیا مهمې لوبې کې بریا ته ورسوله

د اېشز ټېسټ لوبو لړۍ لومړۍ لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې استرالیا وتوانېد د سمېت پیاوړې توپ وهنې او لاین پیاوړې توپ اچونې په مرسته انگلینډ ته د ۲۵۱ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړي.

د لوبې پچه استرالیا وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

استرالیا ۸۰٫۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې د سټیون سمېت پیاوړې توپ وهنې او سلیزې په مرسته ۲۸۴ منډې جوړې کړې.

استرالیا لپاره سټیون سمېت په ۲۱۹ توپونو د شپاړلسو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۴۴ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. پیټر سېډل هم په ۸۵ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۴ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

انگلینډ لپاره براډ ۵، ووکس ۳ او سټوکس او معین علي یوه یوه وېکېټه واخیسته.

انگلینډ خپل لومړۍ وار توپ وهنې کې د برنز سلیزې او د روټ او سټوکس نیمه سلیزو په مرسته ۱۳۵٫۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۷۴ منډې جوړې کړې.

انگلینډ لپاره برنز په ۳۱۲ توپونو د اوولسو څلوریزو په مرسته ۱۳۳، روټ په ۱۱۹ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۵۷ او سټوکس په ۹۶ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۵۰ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

استرالیا لپاره کمېنس او وېډ درې درې او پټېنسن او پیټر سېدل دوه دوه وېکېټې واخیستې.

استرالیا خپل دوهم وار توپ وهنې کې د توپ وهونکو په ځانگړی ډول د سمېت او وېډ پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۱۲ اورونو کې خپل اووه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۸۷ منډې جوړې کړې او انگلینډ ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه.

استرالیا لپاره دوهم وار توپ وهنې کې سټېون سمېت په ۲۰۷ توپونو د څوارلسو څلوریزو په مرسته ۱۴۲ او وېډ په ۱۴۳ توپونو د اوولسو څلوریزو په مرسته ۱۱۰ منډو جوړولو سره تر ټولو غوره او پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

انگلینډ لپاره سټوکس ۳، معین علي ۲ او براډ او ووکس یوه یوه وېکېټه واخیسته.

انگلینډ خپل دوهم وار توپ وهنه د ۳۹۸ منډو ستر هدف په تعقیب پیل کړه خو د استرالیا د پیاوړې توپ اچونې په وړاندې بې وسه ثابت شول او ۵۲٫۳ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۴۶ منډې جوړې کړې.

استرالیا لپاره دوهم وار توپ اچونې کې لاین او کمېنس پیاوړې او بریالۍ توپ اچونې سره د خپلې لوبډلې بریا یقیني کړه. لاین خپل ۲۰ اورونو کې ۴۹ منډو ورکولو سره ۶ او کمېنس خپل ۱۱٫۳ اورونو کې ۳۲ منډو ورکولو سره ۴ وېکېټې واخیستې.

سټیون سمېت دغې لوبې کې په مجموعي ډول ۲۸۶ منډې جوړولو له امله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون