ټکنالوژي

د نړۍ لومړنی ۶۴ مېگاپکسله کامره لرونکی ځیرک موبایل

کامره د ځیرک موبایلونو له اړینو ځانگړنو شمېرل کېږي، له همدې امله یوه چېنایۍ کمپنۍ غواړي څو ورځو کې ۶۴ مېگاپکسله کامره لرونکی ځېرک مبایل وړاندې کړي.

ریالمي (Realme) چېنایۍ کمپنۍ اعلان وکړ چې خپل دغه پیاوړې کامره لرونکې ځیرک موبایل به د اگست میاشتې په اتمه نړیوالو کاروونکو ته معرفي کړي.

ریالمي کمپنۍ د خپل رسمي ټوېټر پاڼې له لارې ادعا کړې چې دغه ځیرک موبایل به د نړۍ لومړنی ۶۴ مېگاپکسله کواډ کامره لرونکې ځیرک موبایل وي او له ټولو وړاندې به هندوستان کې کاروونکو ته وړاندې شي.

دغه ځیرک موبایل کې د سامسنگ کمپنۍ ځانگړی ۶۴ مېگاپکسله وړتیا لرونکی سېنسر چې د ۲۰۱۹ په مۍ کې معرفي شوی کارول شوی. جالبه دا ده چې سامسنگ خپله تر دې دمه خپل دغه سېنسر نه دی کارولی.

که څه هم د دغه ځیرک موبایل نورې ځانگړنې نه دي په ډاگه شوي، خو شاتنۍ برخې کې به څلور کامرې ولري.

له دې وړاندې شیاومي کمپنۍ هم خپل رېډمي ځیرک موبایلونو لړۍ کې د ۶۴ مېگاپکسله وړتیا لرونکې کامرې کارولو خبر ورکړی و خو د دغه ځیرک موبایل د وړاندې کېدو نېټه نه ده اعلان شوې.

ریالمي او شیاومي کمپنۍ منځنۍ بیه لرونکو ځیرکو موبایلونو په برخه کې له یو بل سره رقابت کوي، خو داسې ښکاري چې ریالمي به د ۶۴ مېگاپکسله کامرې لرونکې ځیرک موبایل په برخه کې شیاومي ته ماتې ورکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون