ټکنالوژي

لمر څخه پخپله چارجېدونکی ځیرک موبایل

د ځیرکو موبایلونو کاروونکو لپاره د خپلو اوزارو چارجول تر ټولو ستره ستونزه وي. په عام ډول د ډېر کارولو په صورت کې ځیرک موبایلونه یوه ورځ کې څو ځلې چارجېدو ته اړتیا لري.

خو ایا د یو داسې ځیرک موبایل چې د چارجولو اړتیا ونه لري او د لمر له وړانگو څخه پخپله چارج شي تصور کولی شئ؟

شیاومي نومې چېنایۍ کمپنۍ دغه تصور په حقیقت بدلوي او داسې ځیرک موبایل يي ډیزاین کړی چې شاتنۍ برخې کې يي سولر/شمسۍ ځای پر ځای شوی چې په مرسته يي دغه ځیرک موبایل اتومات چارجېږي.

د لېټس گو ډېجېټل د راپور پر بنسټ، د شیاومي دغه ځیرک موبایل شاتنۍ برخې کې به سولري تختې ورکړل شوي وي.

شیاومي کمپنۍ د دغه ځیرک موبایل ډیزاین تېره ورځ ورلډ انټېلېکچول پراپرټي دفتر ته سپارلی. د سپارل شوي ډیزاین پر بنسټ دغه ځیرک موبایل به بشپړ مخ‌پاڼه او شاتنۍ برخې کې سولري تختې ولري.

تر اوسه څرگنده نه ده چې مخ‌پاڼې کې به یې د سیلفي لپاره کامره ورکړل شي که نه، خو شاتنۍ برخې کې به دوه کامرې ولري او د دغه ځیرک موبایل وړاندیز شوی ډیزاین په لاندې تصویر کې کتلی شئ:

تر اوسه څرگنده نه ده چې دغه ځیرک موبایل به کله نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي او یا دا چې ایا شیاومي به د دغه ځیرک موبایل په جوړولو بریالی شي که نه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون