سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د هند د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره سشما سوراج مړه شوه

د هند د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره او د واکمن «بي جې پي» ګوند لوړپوړې مشره سشما سوراج د زړه د حملې له امله مړه شوې ده.

۶۷ کلنه سشما سوراج تېره شپه د زړه د حملې له امله د نوي ډيلي «ايمس» روغتون ته لېږدول شوې وه او هلته مړه شوه.

د هند لومړي وزير نريندرا د سشما سوراج مړينه خپل شخصي او د ټول هندوستان زیان بللی دی.

مودي په خپل ټويټ کې د سشما سوراج له کورنۍ سره خپله غمرازي ښکاره کړې او د هغې مړينه يې د ټول هندوستان لپاره ستر زيان بللی دی.

سشما سوراج د نريندرا مودي د حکومت په لومړنۍ دوره کې د هند د بهرنيو چارو وزيره وه، خو د ۲۰۱۹ په ټاکنو کې يې د روغتيايي ستونزو له امله ګډون نه و کړی او پر کور ناسته وه.

هغه په ۱۹۹۸ کې د پلازمېنې ډيلي د اغلی وزيرې په توګه هم کار کړی و.

د بهرنيو چارو د وزيرې په توګه هغه په ټويټر کې ډېره فعاله وه او خلکو ورسره په اسانه اړيکه نيولی شوای.

نوموړې د بهرنيو چارو د وزيرې په توکه افغانستان ته هم سفرونه کړي وو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون