لوبې

هندوستان له وېسټ انډیز څخه د لوبو لړۍ ۳ – ۰ وگټله

د هندوستان او وېسټ انډیز ترمنځ د دریو نړیوالو شل اوریزو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه هم هندوستان وگټله. هندوستان دغې لوبې کې وېسټ انډیز ته په ۷ وېکېټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه هندوستان وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

وېسټ انډیز ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د پولارډ نیمه سلیزې په مرسته ۱۴۶ منډې جوړې کړې.

وېسټ انډیز لپاره پولارډ په ۴۵ توپونو د یوې څلوریزې او شپږو شپږیزو په مرسته ۵۸ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو. پاوېل هم په ۲۰ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۳۲ منډو جوړولو سره چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

هندوستان لپاره دیپک چهر ۳، سایني ۲ او راهول چهر یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې هندوستان د کولي او پنټ پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۹٫۱ اورونو کې خپل درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په ۷ وېکېټو وگټله.

هندوستان لپاره پنټ په ۴۲ توپونو د څلورو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۶۵ ناسوځېدلې منډې او وېراټ کولي په ۴۵ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۵۹ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

وېسټ انډیز لپاره ټامس ۲ او الېن یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون