روغتيا او ژوند

اپل د ایفون لپاره تر ټولو خوندي امنیتي سیستم جوړ کړ

اپل کمپنۍ چې نړۍ کې ځانگړی نوم او مینه وال لري له دې وړاندې هم خپلو ایفونونو او نورو کمپیوټري تولیداتو کې امنیتي ځانگړنې وړاندې کړي او له همدې امله د نړۍ اکثره چارواکي د پیاوړي امنیتي سیستم په خاطر د اپل تولیدات کاروي.

له دې وړاندې اپل کمپنۍ خپل تولیدات د فېس ای ډي او گوتې نښې سېنسر په څیر امنیتي ځانگړنو سره وړاندي کړي. اپل کمپنۍ د وروستي ځل لپاره د فېس ای ډي ټکنالوژي په ۲۰۱۷ کې ایفون اېکس کې معرفي کړې وه خو د گوتې نښې سېنسر بیا له ۲۰۱۷ څخه وړاندې جوړ شویو ایفونونو کې کارول شوی و.

اپل کمپنۍ په تېرو دوو کلونو کې خپلو ځیرکو موبایلونو کې نوی امنیتي سیستم نه دی معرفي کړی، خو اوس راپورونه ښيي چې دغه کمپنۍ د نړۍ تر ټولو خوندي امنیتي سیستم په جوړولو بریالی شوې.

له دې سترې لاسته راوړنې څخه وروسته، اپل کمپنۍ غواړي د ۲۰۲۱ ایفونونو کې د فېس ای ډي او گوتې نښې سېنسر یو ځای وړاندې کړي. دا په داسې حال کې چې له دې وړاندې اپل کمپنۍ خپل ایفونونه یا د گوتې نښې سېنسر او یا هم فېس ای ډي سره وړاندې کول.

خو اوس د «۹ ټو ۵ مک» وېب پاڼې راپور ورکړی چې اپل کمپنۍ له دوه کاله سخت کار او زیار څخه وروسته د نوي امنیتي سیستم په جوړولو بریالۍ شوې. د دغه نوي امنیتي سیستم په مرسته اپل خپلو راتلونکو ایفونونو کې دواړه فېس ای ډي او گوتې نښې سېنسر یو ځای کارولی شي.

د افشا شوو معلوماتو پر بنسټ، اپل کمپنۍ به د لومړي ځل لپاره مخ‌پاڼې لاندې د گوتې نښې سېنسر هم وړاندې کړي. دغه ځانگړنه به هم د نوی امنیتي سیستم په څېر د ۲۰۲۱ ایفونونو کې کاروونکو ته وړاندې شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون