سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

خواجه اصف:  نور به افغانستان کې د هند او امريکا خدمت کوو

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزير خواجه اصف

د پاکستان مسلم ليګ نون ګوند لوړپوړي غړي او د بهرنيو چارو پخواني وزير خواجه محمد اصف ويلي، لومړي وزير عمران امریکا ته د سفر پر مهال د پاکستان د څو لسيزو خواري به اوبو لاهو کړه، د هغه د ناسمې پاليسۍ له امله کشمير د پاکستان له لاسه ووت او نور به پاکستان په افغانستان کې د هند او امریکا خدمت کوي.

خواجه اصف د پارلمان ګډې ناستې ته وويل، چې له تېرو څو لسيزو راهيسې دوی د افغانستان او کشمير مسئله سره تړلې پر مخ بيوله، خو دا ځل، چې عمران خان امریکا ته لاړ، هلته يې دواړه مسئلې له یو بله جلا کړې او کشمير يې د امریکا په خوښه هند ته خوشې کړ.

د خواجه اصف سربېره د مسلم ليګ نواز ګوند رييس شهباز شريف، سناتور مشاهد حسين سيد او يو شمېر نورو پارلماني غړو ويلي، دا خبره دوی ته د منلو وړ نه ده، چې افغانستان کې دې د سولې خبرو ته خوښي کيږي او په کشمير کې دې د خلکو وينې توييږي.

د پاکستاني وکيلانو دغو څرګندونو د ډېری افغانانو غبرګونونه راپارولي، دا يې د افغانانو د دښمنۍ په معنا بللي دي او غوښتنه يې کړې، چې افغانان د پاکستان د لاس سوله نه غواړي.

خو افغان حکومت تر اوسه د پاکستاني وکيلانو د دې څرګندونو په اړه خپل غبرګون نه دی ښوولی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون