لوبې

نړیوال جام ته لار موندنې پړاو کې نایجریا د زمبابوي ځای ونیو

وروسته له هغه چې د کرېکټ نړیوالې شورا سره د زمبابوي غړیتوب د فساد او دولتي لاسوهنې له امله وځنډول شوه، د ښځو نړیوال جام ته لار موندې پړاو کې نمیبیا او نارینه شل اوریزو نړیوال جام ته لار موندنې پړاو کې نایجریا د زمبابوي ځای ونیو.

راتلونکی شل اوریزو نړیوال جام ته د لار موندنې سیالۍ به د اکتوبر په میاشت متحده عربي اماراتو کې پیلېږي او نایجریا به د زمبابوي په ځای دغو سیالیو کې برخه اخیستونکی څوارلسمه او وروستۍ لوبډله وي.

د نارینه شل اوریزو نړیوال جام ته لار موندنې سیالیو کې به نایجیریا، متحده عربي امارات، هانگ کانگ، ایرلینډ، جرسي، کېنیا، نمېبیا، نیدرلینډز، عمان، پاپوا نیو گیني، سکاټلینډ، سنگاپور او د امریکا سیالیو پای ته رسېدو څخه وروسته دوه نورې لوبډلې دغو سیالیو کې گډون وکړي.

دغو لوبډلو څخه به شپږ غوره لوبډلې د نارینه نړیوال جام ته چې د ۲۰۲۰ په اکتوبر کې به استرالیا کې ترسره کېږي لاره پیدا کوي او د نړۍ غوره لوبډلو په وړاندې به لوبې ترسره کوي.

د ۲۰۲۰ شل اوریزو نړیوال جام ته د ۲۰۱۸ پای کې نړیواله درجه بندۍ پر بنسټ اته غوره لوبډلې چې افغانستان هم په کې شامل و، په نیغه توگه لار موندلې او پاتې لوبډلې به نړیوال جام ته لار موندنې لپاره له یو بل سره لوبې کوي او غوره لوبډلې به نړیوال جام ته لار پیدا کوي

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون