افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبان: ښارونو کې بریدونه په اطرافو د بمباریو غبرګون دی

طالبانو په دې وروستیو کې د پلازمینې کابل په شمول په ځينو ښارونو کې د خپلو خونړیو بریدونو او عملیاتو هدف د دوی د عملیاتو کمزورتیا نه بلکې پر کلیو او اطرافو د بمباریو نغد غبرګون بللی دی.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په پلازمېنه کابل کې نن پر شپږمه امنیتي حوزه او د ملي اردو د جلب و جذب پر مرکز د خونړي او مرګوني موټربم برید په تړاو چې لږ تر لږه ۱۴ تنه يې ووژل او شاوخوا یونیم سل تنه یې ژوبل کړل، ویلي چې دوی د خپلې ستراتیژۍ له مخې پر ښارونو ډله‌يېز او موټربم بریدونه کم کړي وو، خو کله چې حکومت دې ته خپله بریا وویله او په اطرافو کې يې بمبارۍ تیزې کړې، نو دوی یې په غبرګون کې یو ځل بیا په ښارونو کې خپلو بریدونو ته شدت ورکړ.

د مجاهد په خبره که حکومت غواړي، چې په ښارونو کې د بریدونو او د خپلو منسوبینو له زیاتې مرګ ژوبلې مخنیوی وکوي، نو په اطرافو او کلیو دې خپلې بمبارۍ او شپني عملیات ودروي.

نن له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر غني د کابل د شپږمې امنیتي حوزې پر ودانۍ د نن ورځې تر ټولو قوي موټربم برید په سختو ټکو غندلی و.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون