افغانستان سلايډ (فيچر)

خلیلزاد: د تشدد کمولو لپاره بايد سمدستي هڅې وشي

د افغانستان سولې او پخلاينې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل ښار کې د طالبانو د تېرې ورځې موټربم برید غندلی او ټينګار يې کړی، چې د تشدد کمولو لپاره بايد سمدستي هلې ځلې وشي.

خلیلزاد په خپل ټويټ کې ويلي: «بین الافغاني مذاکراتو ته د رسېدو پر مهال بايد تاوتريخوالی کم شي، پر ولسي خلکو بریدونه هېڅکله د منلو وړ نه دي او طالبانو چې د کابل وروستي بريد مسووليت منلی، موږ يې غندو.»

تېره ورځ له غرمې مخکې نهه بجې د کابل ښار لويديځ کې د پوليسو پر حوزه او جلب و جذب پر مرکز د طالبانو موټربم برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د کورنيو چارو وزارت ويلي، په دغه بريد کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپيان وو.

طالبانو دغه بريد پر کليوالو سيمو د حکومتي ځواکونو د چاپو او عملياتو غچ بللی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، دوی په ښاري سيمو کې خپل عمليات کم کړي وو، خو حکومت دغه کار خپله بريا او د دوی کمزوري بللې وه او له همدې امله يې دغه ډول بریدونو ته مخه کړې ده.

طالبانو دا بريد په داسې حال کې کړی، چې دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې پرمختګونه شوي او ويل کيږي، چې د دواړو لوريو ترمنځ اختلافات حل شوي او د تړون په ميکانيزم کار کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون