سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

پاکستان د هند سفير ته له خپلې خاورې د وتلو امر کړی

پاکستان وايي، د کشمير جنجال پر سر به له هند سره سوداګريزې او ډيپلوماټيکې اړيکې پرې کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي رسنيو ته ويلي، په اسلام اباد کې يې د هند سفير اجې بساريه ته امر کړی، چې ژر تر ژره له پاکستانه ووځي او له نوي ډيلي يې هم خپل سفير راغوښتی دی.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د ملي امنيت شورا ناستې او پارلمان ته ويلي، چې د کشمير جنجال پر سر له هند جګړې ته چمتو دی او کېدای شي، چې په دې اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ خونړۍ جګړه پېښه شي.

پاکستان وايي، د جمو کشمير په اړه د هندي حکومت پرېکړه د دوی لپاره د منلو نه ده او په دې اړه به د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته شکايت وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د روان اګسټ په شپږمه د هند حکومت د کشمير نيمه خپلواکي لغوه کړه، د هند اساسي قانون ۳۷۰ ماده يې لغوه کړه او تر دې وروسته به کشمير د قوانينو په تصويبولو کې خپلواک وي او هر هندی به کولی شي، چې هندي کشمير کې ځمکې او جايدادونه وپېري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون