افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبان: د هیواد خپلواکۍ لپاره پوځي او سياسي هلې ځلې کوو

د طالبانو مولوي هبت الله اخندازه د لوی اختر په مناسبت خپاره شوي پيغام کې ويلي، د افغانستان خپلواکۍ او د بهرنيو پوځيانو د وتلو لپاره د پوځي هڅو سربېره پراخې سياسي هلې ځلې هم کوي.

د طالبانو مشر په دې پيغام خپلو جنګياليو ته امر کړی، چې له عامو خلکو سره غوره چلند وکړي او همدارنګه يې هغوی ته د عام المنفعه تاسيساتو د ژغورلو او ساتلو سپارښتنه کړې ده.

مولوي هبت الله اخندازه د امریکا او افغان پوځيانو هوايي بریدونه غندلي او وايي، چې د دغو عملياتو او بمباريو ډېری قربانيان ملکي وګړي، د هغوی کورون، جوماتونه، ښوونځي او کلينيکون دي.

د طالبانو مشر په دغه پيغام کې افغانان مخاطب کړي او وايي، چې د دوی ټولې هلې ځلې او مبارزه د افغانانو د هوساينې او ارام ژوند لپار ده او په دې اړه يې ترې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

مولوي هبت الله اخندزاده امریکايان مخاطب کړي، چې د تېرو اتلسو کلونو د تجربې له مخې بايد پوه شوي وي، چې دغه جګړه په زور نه شي ګټلی او د دې لپاره بايد له سالمې سوله‌ييزې لارې کار واخلي.

په پيغام کې راغلي، چې طالبان د پوځي مبارزې سربېره د هېواد د ازادۍ لپاره پراخې سياسي هلې ځلې کوي او وايي، چې په قطر کې د دوی سياسي دفتر د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان سولې او بهرنيو پوځيانو د وتلو لپاره وخت پر وخت ګټورې ناستې کوي.

د خپلواکۍ ورځې د نمانځلو په مناسبت طالبانو ويلي، د زمري ۲۸مه د هېواد د خپلواکۍ ورځ ده، خو په وينا د اشغال په شتون کې د ازادۍ ورځ نمانځل بې ګټې دي.

طالب مشر د پيغام په پای کې خپلو پلويانو او جنګياليو ته سپارښتنه کړې، چې له عامو خلکو سره ښه تعامل وکړي، د هغوی د سر، مال او ابرو ساتنه وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون