روغتيا او ژوند

د هډوکو درد لپاره د شیدو چای وڅښئ

روغتیايي څېړنو ثابته کړې چې شیدو کې شته اړین مواد د بدن هډوکي پیاوړي کوي او هره شپه له ویده کېدو وړاندې یو گېلاس شیدې څښل انسان ته ښه خوب ور ولي، خو د دې سربېره بیا هم ځینې کسان شیدې څښل نه خوښوي.

په امریکا کې ترسره شوې نوې څېړنې ادعا کړې چې هغه کسان چې خالصې شیدې څښل نه خوښوي او غواړي پیاوړي هډوکي ولري نو د شیدو چای څخه بل غوره انتخاب نه لري.

د امریکايي پوهنتون په دې څېړنې کې ویل شوې چې د شیدو چای څښونکو هډوکي پیاوړي وي او په هغوی کې د هډوکو د کسر یا ماتېدو خطر هم لږ وي.

د دې څېړنې د موندنو پر بنسټ په ورځني ډول ۳ گېلاسه د شیدو چای څښل، مختلفو پېښو کې د هډوکو د ماتېدو خطر ٪۳۰ پورې ټيټوي. د یادونې وړ ده چې نړۍ کې له شل لکه څخه ډېر انسانان د هډوکي په کمزورۍ اخته دي.

د دې څېړنې په جریان کې تقریباً د ۸۰۰ زیات عمر لرونکو ښځو ژوند د ۱۰ کلونو لپاره تر تحقیق لاندې نیول شوی و او د هغوی د خوړو عادتونو ته په کې ځانگړې پاملرنه شوې وه.

په دې مودې کې د ۱۸۰ ښځو هډوکي مات شوې خو هغو ښځو کې چې په ورځني ډول يي ۳ گېلاسه د شیدو چای څښلې د هډوکي د ماتېدو پېښې د نشت برابر وې.

تر ټولو مهمه دا وه چې هډوکو کمزوري کوونکي لاملونه لکه سگرېټ څښل او ورزش نه کول هم په هغو ښځو چې په ورځني ډول يي ۳ گېلاسه د شیدو چای څښلې د هډوکي د ماتېدو خطر اضافه نه کړ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون