افغانستان سلايډ (فيچر)

د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوي د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير سره ليدلي

د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوی تېره ورځ ازبکستان ته تللی او هلته يې د بهرنيو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف او نورو لوړپوړو چارواکو سره ليدلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې ويلي، طالب پلاوي له ازبک چارواکو سره د ښه ګانډيتوب سربېره په دوه اړخيزو سیاسي او اقتصادي اړيکو خبرې کړي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د اتم پړاو په منځ کې طالب پلاوی ازبکستان ته تللی او له ازبک چارواکو سره يې د دوه اړخيزو اړيکو سربېره پر افغان سولې خبرې کړي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان سولې او پخلاينې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سيمه‌ييزې او نړيوالې اجماع خپلولو په موخه هند ته تللی دی.

نوموړي له هندي چارواکو غوښتي، چې په افغان سوله کې مرسته وکړي او ټينګار يې کړی، چې افغان سوله د افغانستان سربېره د سيمې امنيت او ټيکاو لپاره اړينه ده او بايد د هند په ګډون ټول هېوادونه په کې رغنده رول ولوبوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون