لوبې

هاشم امله له نړیوال کرېکټ څخه استعفا وکړه

د سویلي افریقا پیاوړی او پېژندل شوی مسلمان توپ وهونکی هاشم امله د کرېکټ له ټولو نړیوالو بڼو څخه استعفا وکړه خو د مزنسي سوپر لیگ په گډون نورو کورنیو لوبو کې به گډون ته ادامه ورکړي.

هاشم امله په دې اړه وویل: «ټولې ستاینې الله لره دي او زه له الله (جل جلاله) څخه منندوی یم چې زه يي د سویلي افریقا د کرېکټ د دغه سفر برخه وگرځولم. دغه سفر په جریان کې مې ډېر څه زده کړل، ډېر ملگري مې پیدا کړل او له ټولو مهمه دا چې سیولي افریقا لوبډلې سره مو مینه او ورورولي تجربه کړه.»

نوموړی زیاته کړه: «له خپلو والدینو څخه د هغوی دعاگانو، مینې او ملاتړ لپاره هم مننه کوم، د هغوی سیوري له برکته کلونو لپاره سویلي افریقا لپاره ولوبېدم. همداراز له خپلې کورنۍ، ملگرو او استازی، د لوبډلې نور لوبغاړي او ټول هغه کارکوونکي چې د دغه خوندور سفر برخه ول څخه مننه کوم. ټولو نه د زړه له تله مننه!

«او همداراز د سویلي افریقا له کرېکټ بورډ، د کرېکټ بورډ مشر او اجرایوي مشر څخه هم مننه کوم او له هغوی څخه د ټولو فرصتونو لپاره منندوی یم.»

هاشم امله د سویلي افریقا لپاره ټېسټ، یوې ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی، او خپلې پیاوړې توپ وهنې سره د پام وړ نړیوال رېکارډونه هم جوړ کړي.

نوموړی سویلي افریقا لپاره ۱۲۴ ټېسټ، ۱۸۱ یوې ورځنۍ او ۴۴ نړیوالړ شل اوریزو لوبو کې گډون کړی. ټېسټ لوبو کې يي د منډو اوسط ۴۶٫۶۴، نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې ۴۹٫۴۶ او نړیوال شل اوریزو لوبو کې ۳۳٫۶۰ دی.

نوموړی همداراز ټېسټ لوبو کې په مجموعي ډول ۹۲۸۲، نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې ۸۱۱۳ او نړیوال شل اوریزو لوبو کې ۱۲۷۷ منډې جوړې کړي.

ټېسټ لوبو کې يي ۲۸ سلیزې او ۴۱ نیمه سلیزې، نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې ۲۷ سلیزې او ۳۹ نیمه سلیزې او نړیوالو شل اوریزو لوبو کې اته نیمه سلیزې شاملې دي.

خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه يي په ۲۰۰۴ کې د هندوستان په وړاندې، نړیوال یوه ورځنۍ لوبه ۲۰۰۸ کې د بنگله‌دېش په وړاندې او نړیوال شل اوریزه لوبه ۲۰۰۹ کې د استرالیا په وړاندې ترسره کړه.

نوموړی د سویلي افریقا ملي لوبډلې ترڅنگ باربادوس ټرایډنټس، کېپ کوبراز، ډربي شایر، ډولفېنز، اېسکېس، کېنگز الېون پنجان، کوازولو – نټل، سویلي افریقا الېون، ټرېنباگو نایټ رایډرز او ورلډ الېون لوبډلې له لوري هم لوبېدلی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون