لوبې

نجیب ترکی ننگرهار لپاره د سید جمالدین اېلیټ جام اتلولي وگټله

نن د سید جمال الدین اېلیټ جام پایلوبه د کابل او ننگرهار ولایتونو ترمنځ ترسره شوه. دغې لوبې کې ننگرهار د کابل لوبډلې ته ماتې ورکولو سره د دغه جام اتلولي وگټله.

د لوبې پچه د ننگرهار لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

د کابل لوبډلې ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ضیاءالحق او امان الله رفیقي غوره توپ وهنې په مرسته ۲۷۳ منډې جوړې کړې.

کابل لوبډلې لپاره ضیاءالحق په ۹۰ توپونو د شپږو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۸۴ او امان الله رفیقي په ۵۲ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۲ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

ننگرهار لپاره زبید اکبري ۳، فرهاد مومند او ولي اغا دوه دوه او نجیب ترکی یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د ننگرهار لوبډلې د نجیب ترکی او شوکت زمان پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۴۷٫۴ اورونو کې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۷۴ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په شپږو وېکېټو وگټله.

ننگرهار لپاره نجیب ترکی په ۹۰ توپونو د نهو څلوریزو او نهو شپږیزو په مرسته ۱۲۱ منډو جوړولو سره پیاوړې او چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړه. شوکت زمان هم په ۸۸ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۸۱ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه وکړه او د خپلې لوبډلې بریا يي یقیني کړه.

د کابل لوبډلې لپاره محمد اقبال او نوید احمد دوه دوه وېکېټې واخیستې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون