سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

امریکا: د افغانستان جګړې د پای وخت نږدې شوی

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده مورګن اورټکس

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغانستان جګړه امریکا ته په درنه بي تماميږي او نور د دغې جګړې د پای ته رسولو وخت رانږدې شوی دی.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت يوې وياندې مورګان اورټکس ويلي، دغه اتلس کلنه جګړه د امریکا لپاره له مالي او ځاني پلوه درنه تماميږي او د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي ډيپلوماټانو له طالبانو سره د سولې خبرو پر مهال وروستي تړون ته نږدې شوي دي.

د اورټکس په وينا خلیلزاد له همدې امله د سولې په خبرو کې ډېر وخت واخيست، چې دغه جګړه په مسووليت سره پای ته ورسوي او افغانان دې خپل حکومت په خپله جوړ کړي.

ځينو امریکايي رسنيو د باوري سرچينو په حواله ليکلي، چې امریکا له طالبانو سره د شوي تړون مسوده له ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله سره شريکه کړې ده.

د سرچينې په وينا په دغه مسوده کې د ټاکنو د ځنډېدو او د طالب بنديانو د خوشې کېدو يادونه شوې او طالبان په کې د اسلامي امارت په نوم ياد شوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون