افغانستان سلايډ (فيچر)

سرچينه: د امریکا او طالبانو د تړون مسوده افغان حکومت ته سپارل شوې

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچينو ويلي، ولسمشر اشرف غني د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون مسوده ترلاسه کړې ده.

خو د ارګ وياند صديقي نن شنبه په کابل کې رسنيو ته وويل، د تړون مسوده يې نه ده ترلاسه کړې.

صديقي زياته کړې، چې د افغانستان سولې او پخلاينې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ورځې وړاندې په کابل کې له طالبانو سره د مذاکراتو ټول جزيات له ولسمشر غني سره شريک کړي، خو د تړون مسوده يې نه ده ترلاسه کړې.

سرچينې وايي، افغان حکومت ته په سپارل شوې مسوده کې د ټاکنو د ځنډېدو او د طالب بنديانو د ازادېدو يادونه شوې او طالبان په اسلامي امارت ياد شوي دي.

خو د ارګ وياند د ټاکنو د ځنډېدو راپورونه رد کړي او ټينکار کوي، چې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کيږي.

افغان حکومت ته د تړون د مسودې سپارلو راپورونه په داسې حال کې خپريږي، چې امریکا او طالبانو منلې، چې خبرو کې اختلافات ختم شوي او وروستي جزيات يې هم په بشپړېدو دي او ښايي تر له اختر وروسته د سولې تړون لاسليک شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون