سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

خلیلزاد: جرمني د افغانستان سولې بهير ملاتړ کوي

د افغانستان سولې او پخلاينې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد جرمني ته تللی او هلته يې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير سربېره يو شمېر چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړي دي.

خلیلزاد له جرمني چارواکو سره له ليدو وروسته ويلي، د افغانستان سولې روانو خبرو په اړه يې د جرمني ملاتړ ترلاسه کړی دی.

خلیلزاد زياتوي، چې جرمني د ملاتړ سربېره د هر ډول مرستې لپاره هم سينه ډبولې ده.

د قطر پلازمېنې دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اتم پړاو په منځ کې زلمی خلیلزاد هندي، ناروې او تر هغه وروسته جرمني ته تللی دی.

خلیلزاد هند، ناروې او جرمني ته خپل سفرونه ګټور او له لاسته راوړنو ډک بللي دي.

هغه دا سفرونه په داسې حال کې پيل کړي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اتم پړاو پر مهال د اختلافاتو د پای ته رسېدو راپورونه خپريږي او ويل کيږي، چې ښايي راتلونکې اوونۍ د دواړو لوريو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون