لوبې

پاکستان کې د شهزاد ژوند او تمرین یو ځل بیا رسنیزه شوه

د ملي لوبډلې پېژندل شوی توپ وهونکی او وېکېټ ساتونکی محمد شهزاد یو ځل بیا پاکستان کې لیدل شوی. د پاکستاني رسنیو له لوري خپره شوې وېډیو کې ښودل شوې چې محمد شهزاد دغه هېواد کې په تمریناتو بوخت دی.

د پاکستان رسنۍ دغه راپور خپرولو سره افغان لوبغاړي دوه مخه بللي او لیکلي يي دي چې افغان لوبډلې د امنیتي گواښ په پلمه پاکستان کې رسمي لوبو لپاره نه راځي خو بیا خپل تمرینات همدې هېواد کې ترسره کوي. دغه رسنۍ همداراز ادعا کړې چې یوازې شهزاد نه بلکې د افغانستان د ملي لوبډلې یو شمېر نور لوبغاړي هم دغه هېواد کې تمرینات او ژوند کوي.

د کره راپورونو او معلوماتو پر بنسټ د محمد شهزاد کورنۍ پاکستان کې ژوند کوي چې له همدې امله نوموړی له رسمي لوبو وروسته د کرېکټ بورډ له اجازې او همغږۍ پرته دغه هېواد ته ځي او ژوند کوي.

دا په داسې حال کې دی چې نوموړي د نړیوال جام لوبو کې د پاکستان په وړاندې له لوبې بهر کېدو څخه وروسته د پاکستان لپاره په جاسوسۍ تورن شو. وروسته بیا محمد شهزاد د کرېکټ بورډ له لوري د نوموړي د پښې ټپ له امله له نړیوال جام څخه بهر او بېرته کابل ته واستول شو.

خو کابل ته له رسېدو یوازې څو ورځې وروسته نوموړی تورخم دروازې کې لیدل شوی و او د راپورونو سره سم نوموړی بېرته پاکستان ته تللی و.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې ویاند ښاغلی فرید هوتک امریکا غږ ته په دې اړه ویلي چې محمد شهزاد د دغې ادارې له اجازې او همغږۍ پرته پاکستان ته تللی، چې دا د دغې ادارې له اصولو سرغړونه ده.

ښاغلی هوتک ویلي چې د افغانستان کرېکټ بورډ هېواد کې لوبغاړو لپار ټولې اسانتیاوې برابرې کړي او هغوی خپل هر ډول تمرینات هېواد کې دننه ترسره کولو شي او اړتیا نشته چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

که څه هم ښاغلی هوتک ویلي چې دغه ډول سرغړونې به مجازات شي، خو دا چې کرېکټ بورډ به د شهزاد په وړاندې څه اقدام وکړي که نه څرگنده نه ده. له دې وړاندې هم شهزاد په څو څو ځلي پاکستان کې لیدل شوی خو د افغانستان کرېکټ بورډ يي په وړاندې هېڅ ډول اقدام نه دی کړی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون