لوبې

کرېکټ بورډ د محمد شهزاد د قرارداد ځنډولو پرېکړه وکړه

د افغانستان کرېکټ بورډ د دغې ادارې اصول او قوانینو څخه سرغړونې له کبله له محمد شهزاد سره شوی قرارداد نامعلومې مودې پورې د ځنډولو پرېکړه کړې.

د افغانستان کرېکټ بورډ دغه پرېکړه وروسته له هغه کړې چې پاکستاني رسنیو په پاکستان کې د محمد شهزاد غیر قانوني تمریناتو وېډیو خپره کړه او افغان لوبغاړي يي دوه مخي وبلل. په دې اړه بشپړ راپور لاندې تړونی کېکاږلو سره لوستلی شئ:

پاکستان کې د شهزاد ژوند او تمرین یو ځل بیا رسنیزه شوه

وروسته له هغه چې دغه خبر ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند امریکا غږ ته وویل چې دا د دغې ادارې د اصولو خلاف کړنه ده او سرغړونکي به يي مجازات شي.

اوس د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې له محمد شهزاد سره د دغې ادارې قرارداد يي نامعلومې مودې پورې ځنډولی او لامل يي په پرلپسې توگه د دغې ادارې له اصولو څخه سرغړونه بللې.

د افغانستان کرېکټ بورډ ا صولو پر بنسټ هېڅ افغان لوبغاړي د دغې ادارې له رسمي اجازې پرته نورو هېوادونو ته د سفر کولو اجازه نه لري، خو محمد شهزاد بیا په څو څو ځلي د کرېکټ بورډ له اجازې او همغږۍ پرته پاکستان ته سفر کړی او راپورونو پر بنسټ کورنۍ يي اوس هم هلته ژوند کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ همداراز ویلي چې محمد شهزاد څخه د ورته سرغړونو له امله د څېړنو لپاره د دغې ادارې انضباطي کمېټې ته د حاضرېدو غوښتنه شوې وه خو نوموړی نه دی حاضر شوی. دغه اداره همداراز زیاتوي چې له اختر وروسته به انضباطي کمېټه ناسته وکړي او دغه ستونزه به وڅېړي او په دې اړه نور معلومات او پرېکړې به له هېوادوالو سره شریکې کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون