سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

امریکا د طالبانو پر ضد د عملياتو درولو او افغان پوځيانو د روزنې بندولو پرېکړه کړې

د امریکا دفاع وزارت سرچينې وايي، امریکايي چارواکو د طالبانو پر ضد د عملياتو درولو او د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې د بندولو پرېکړه کړې ده.

له طالبانو سره د سولې خبرو د اتم پړاو له پای ته رسېدو وروسته له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو په اړه د راپورونو خپرېدو پر مهال د امریکا نيوزويک مجلې په خپل تازه راپور کې ويلي، پنټاګون پرېکړه کړې، چې د طالبانو پر ضد بریدونه ودروي او يا هم محدود کړي.

په راپور کې راغلي، چې امریکا د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او سلامشورې ورکولو چارې هم بندې کړي او يوازې هغه مهال به د افغان ځواکونو روزنه ترسره کيږي، چې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت د لوړپوړو چارواکو له لوري تصويب شي.

نيوزويک دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې وړمه ورځ دوحه کې د امریکا او طالبانو د اتم پړاو خبرې له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېدې.

امریکا او طالبان وايي، په دغو خبرو کې پرمختګونه شوي او د وروستۍ هوکړې لپاره له خپلو مشرانو سره سلامشورې کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون