سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

هند کې ورښتونو او سېلابونو له ۲۰۰ زيات کسان وژلي

د هند په څلورو ايالتونو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله له ۲۰۰ زيات کسان وژل شوي او له لس لکو زیاتو کسانو خپل کورونه پرېښي دي.

دغه سېلابونه په لويديځ او سويلي ايالتونو کیرالا، کرناټاک، ګجرات او مهاراشټرا کې راغلي دي او د نورې مرګ ژوبلې او مالي زيانونو د زياتېدو اندېښنې هم ښوول شوي دي.

چارواکي وايي، سېلاب ځپلو سيمو ته يې مرستندويه ډلې لېږلي او د ورښتونو له کمېدو سره به د وژل شوو شمېر او د اوښتو زيانونو کچه هم معلومه شي.

هندي رسنۍ وايي، دا ورښتونه په داسې حال کې شوي، چې دغه ايالتونه وچکالۍ ځپلي وو او ورښتونو ته يې اړتيا وه، خو د باران ورېدو سره يې د ګټې پر ځای خلکو ته زیانونه واړول.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون