افغانستان سلايډ (فيچر)

سرچينه: راتلونکې اوونۍ به د طالبانو او امریکا تړون لاسليک شي

د افغانستان سولې لپاره د مذاکراتو اته پړاوه له تړون او اعلان پرته پای ته رسېدلي، خو دواړه لوري وايي، د اتم پړاو خبرې ګټورې وې او د دواړو لوريو استازي له خپل مشرتابه سره د وروستيو جزياتو شريکولو په موخه په سلامشورو بوخت دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د اتم پړاو مذاکرات تېره دوشنبه د قطر پلازمېنې دوحه کې پای ته ورسېدل، د طالبانو سرچينې وايي، دغه خبرې نهايي شوي، د تړون مسوده ليکل شوې او دواړه لوري له خپلو مشرانو سره د تړون پر جزئياتو د بحث لپاره په سلامشورو بوخت دي.

الجزيرې انګليسي ټلويزيون د دوحې خبرو د سرچينو په حواله ليکلي، تېر کال راهيسې د امریکا او طالبانو پيل شوې خبرې پر څلورو بنسټيزو موضوعاتو څرخي.

  • د طالبانو له لوري امریکا ته دا ضمانت، چې د افغانستان خاوره به د بل چا پر ضد نه کارول کيږي.
  • ټول بهرني پوځيان، سلاکاران او روزونکي به يې له افغانستانه وځي.
  • بین الافغاني مذاکرات.
  • تلپاتې اوربند.

الجزيرې په دوحه کې د طالبانو د مرکچي ټيم د يوه غړي له خولې ليکلي، راتلونکې سه شنبه به دغه تړون لاسليک شي، خو هغه په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

د مرکچي ټيم دغه غړي ويلي: د اتم پړاو خبرې ګټورې وې، ډېر څه په کې ترلاسه شوي او دغه تړون به د راتلونکې سه شنبې په ورځ لاسليک شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون