پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

پاکستان د کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه غواړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د کشمیر د کشالې په اړه د امنیت شورا عاجله غونډه را وغواړي.

ښاغلي قریشي دا غوښتنه د ملګرو ملتونو د سازمان په نوم په یوه ځانګړي استول شوې لیک کې کړې ده.

ملګرو ملتونو تر اوسه د پاکستان د حکومت د دې غوښتنې او په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې سرمنشي له هند او پاکستان دواړو هېوادونو څخه د کشمیر پر سر د تازه راپورته شویو ناندریو په تړاو د صبر او حوصلې غوښتنه کړې وه.

همدارازپه امریکا کې د پاکستان سفير په یوه تازه مرکه کې ويلي، د کشمیر کشالې له امله ښايي پاکستان له افغانستان سره په اوږدې پولې خپل زرګونه پوځيان را وغواړي او د کشمير پولې ته يې ولېږي.

د پاکستان سفير اسد مجيد خان له نيويارک ټايمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ټينګار کړی، چې د کشمير کشاله د افغانستان له قضيې سره تړاو نه لري او نه هم بايد تړاو ورکړی شي، خو که له هند سره په ګډه لانجمنه پوله تاوتریخوالی پېښېيږي، پاکستان به اړ وي، چې خپل زرګونه پوځيان له افغانستان سره په پرته پوله راوغواړي او له هند سره په پوله يې ځای پر ځای کړي.

د سفیر په باور که پاکستاني پوځ دا کار وکوي، نو شونې ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې روانې خبرې او له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو چارې ټکنۍ او له خنډ سره مخ شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون