سلايډ (فيچر) نظر

شاه امان الله – یو سړی؛ څو څېرې!

دادمحمد ناوک

یو وخت کې تاریخ یوازې د تېرو خلکو د معلوماتو موندل او پر خپلو فخر کول، ښېګړې يې بیانول او د نورو د ټیټ معرفي کولو لپاره کافي ګڼل کېده، که څه هم تاریخ‌پوهانو او لیکوالو به بېل نظر درلود، خو عام تصور دغسې و، چې موږ هیڅ نیمګړتیا نه لرو، موږ چې هر څه کړي ښه مو کړي؛ ځينې استدلال کوي چې په تاریخ کې د هر مغلوب ملت لپاره غالب ملت قاتل، جنایت کار او ظالم تصورېږي او غالب ملت خپل ځان فاتح، سرلوړی او عادل معرفي کوي، خو دا «تاریخي مقوله» هر ځای صدق نه ورکوي، هر ځای څه چې ډېر ځایه يې نه ورکوي، موږ که په اسلامي تاریخ کې د اسلامي لښکرو غزاګانې وګورو، نو هغه سیمې چې اوس پکې اسلام خپور دی، مني چې نیکونو يې تېروتنه کوله چې د دې عظیمو انسانانو پر وړاندې يې مقاومت کاوه؛ دغه نږدې هند ته که د اعلیحضرت غازي احمد شاه بابا رحمه الله او یا تر هغه وړاندې د اعلیحضرت سلطان محمود غزنوی رحمه الله یا هم له عربي نړۍ د راغلي ځوان محمد بن قاسم رحمه الله په اړه د دوی د خپلو تاریخ‌والو نظریات ولولو، مخالفین هم لري، خو ډېری يې مني چې دا خلک سره له دې چې جګړې ته راغلي و، وینې توی شوې، له دواړو خواو تلفات وشول، خو «دیوتاګان» و.

همدې غزواتو په موږ کې دا روحیه پیاوړې کړه، چې نور نو خپلې معاصرې تاریخي څېرې هم د تقدس تر بریده لوړې کړو او اصلاً باید نیوکه پرې ونه شي، چې له همدې امله که په معاصر تاریخ کې پر چا نقد کېږي لوستونکی کله کله و انګېري چې لیکوال زیاتی کړی، خو تاریخ د همدې لپاره دی چې د خپلو تېرو له نیمګړتیاوو عبرت واخلو، ښېګړې که يې په اوس وخت کې په درد خوړل کېږي ګټه ترې واخلو؛ د دې تر څنګ د تاریخ هره شېبه زموږ د اوسني هویت خښتې دي، چې باید وساتل شي، دا که ښې دي که بدې، خو زموږ دي.
په اوس وخت کې له همداسې جنجالي تاریخي څېرو نه یوه هم شاه امان الله دی، هغه چې د امیر حبیب الله خان درېیم زوی و، د ۱۹۸۲م کال د شپږمې میاشتې په لومړۍ ورځ وزېږید، په ۱۹۱۹م کال واک ته ورسید، سمدستې يې د خپلواکۍ اعلان وکړ او د علمي، روحاني او جهادي څېرو په مټ يې د همدې کال په اوږدو کې د هېواد خپلواکي تر لاسه کړه، شاه امان الله په ۱۹۲۹م کې له هېواده و ووت، د ۱۹۶۰م کال د اپریل په شپږویشتمه په سویس کې د جلا وطنۍ پر مهال وفات او جسد يې جلال اباد کې د خپل پلار تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.

د امیر حبیب الله د واکمنۍ او امان الله خان د ځوانۍ پر مهال لومړۍ نړیواله جګړه ونښته (۱۹۱۴جولای ۲۸- ۱۹۱۸جنوري ۱۱) چې امیر پکې د بې طرفۍ اعلان وکړ، دې جګړه کې له یوې خوا د متحدینو په نوم المان، اتریش، هنګري، ترکیه او بلغاریه او له بله اړخه د متفقینو په نوم برتانیا، فرانسه، روسیه، اټالیا، امریکا، جاپان، رومانیه، سربستان، بلژیک، یونان او پرتګال و. په دې وخت کې انګریز پرلپسې فشار وارداوه، چې باید امیر بې طرفه پاتې شي او یو څه ډاډه هم و، چې هغه د دوی پر وړاندې د درېدو جرئت نه‌شي کولی، خو ضمناً پر امیر د عثماني خلافت له لوري، د الماني راغلي هئت له لوري او په هند کې د مسلمانو علماوو له لوري، په تېره بیا شیخ الهند علامه محمود الحسن رحمه الله هم خپل وتلی طالب مولانا عبیدالله سندهی رحمه الله امیر ته را ولېږه، چې د انګریز پښه عجب ځای بنده شوې، دلته موږ تیار یو، له دغې خوا تاسې د جهاد غږ پورته کړئ، خو د دې ټولو فشارونو په منځ کې امیر ځان بې طرفه وساته، خو د درباریانو تر منځ زورور درز پیدا شو، یوې ډلې همدا بې طرفي تاییدوله خو بله ډله چې د امیر حبیب الله غبرګ زامن امان الله او عنایت الله، ورور يې نصر الله، محمد نادرخان او محمود طرزي هم پکې و، د نوموړي د دې پرېکړې مخالفت کاوه، دربار کې دې ډلې ورو ورو رېښې وځغلولې او د «حزب سری دربار» په نوم يې ډله رامنځته کړه چې پټ فعالیتونه يې کول او مشري يې هم د نصرالله خان پر غاړه وه، خو امان الله خان يې چارې ډېرې سمبالولې او د امیر حبیب الله خان د څارګرو سترګې هم په ده پسې وې.

ایا امان الله خان د خپل پلار په وژنه کې شریک دی؟

د ګڼو نورو عواملو تر څنګ د برتانوي هند پر وړاندې له جګړې سرغړونه د حبیب الله خان او د هغه د مخالفینو تر منځ یو بل درز هم شو، له همدې امله کله چې په ۱۹۱۹م په ژمي کې امیر حبیب الله خان جلال اباد ته لاړ، د چکر لپاره د لغمان کله ګوش ته راغی، د فبروري په ۲۱مه شپه پخپله خېمه کې په مرموز ډول ووژل شو، خو تاریخ‌لیکوال يې د پړې ګوته همدې «حزب سری دربار» ته نیسي، میر غلام محمد غبار په «افغانستان در مسیر تاریخ» کې لیکي:
«د ۱۳۷۳ق کال د جمادی الاول ۱۸مه او د ۱۹۱۹م کال د فبروري ۲۱‍مه د پنجشنبې شپه وه، د شپې درې بجې یو وسله‌وال سړی چې ښايي مرستندوی به هم ورسره و، د خیمې یوه خوا پورته وکړه تېز لويې خېمې ته ور ننوت، په داسې حال کې چې شاه ارام او غلی ویده و. سړي په ډاډه زړه د توپانچې خوله د امیر له چپ غوږ سره کېښوله، ډز يې وکړ او په چټکۍ له کومې لارې چې راغلی و، بېرته لاړ.»
مرحوم غبار د امیر حبیب الله له وژل کېدو وروسته د نصر الله خان خون‌سردي ته ګوته نیسي، چې د ځان لپاره بعیتونه غواړي او ډاډه برېښي او کله چې نصر الله خان کابل ته پلاوی لېږي چې د خپلې پاچاهۍ خبر ورکړي، نو مشري يې شجاع الدوله ته سپاري او دا سړی د دوی د «حزب سری دربار» غړی و، نو مرحوم غبار ښکاره لیکي: «دا هماغه شخص دی چې ویل کېږي د حزب سری دربار غړی او د عین الدوله [امان الله] همکار او د امیر حبیب الله خان قاتل دی.»

کاندید اکاډمیسن مرحوم عطايي تر دې هم وضاحت کوي او د «حزب سری دربار» اړوند زیاتوي:
«دوی فیصله وکړه چې کله امیر ژمني تفریح‌ځای جلال اباد ته ولاړ شي هلته به وژل کېږي، دغه فیصله د قرآن مجید پر پاڼه ولیکل شوه او ټولو لاسلیک کړه او دغه قرآن مجید يې سردار نصر الله خان ته ورکړ، چې د امیر تر مرګ وروسته به دی پاچا وي.»

لکه وړاندې چې یاده شوه، د امیر د وژل کېدو پلان د «حزب سری دربار» له لوري نیول شوی و، چې پخپله د امیر زامن امان الله او عنایت الله، د هغه ورور نصرالله، محمود طرزي او جنرال محمد نادرخان هم پکې شامل و، خو د دقیق قاتل په اړه یادېږي چې هماغه شجاع الدوله غوربندی دی چې تر ټولو ډېره مرسته ورسره امان الله او د هغه مور کوله.

مرحوم عطايي لیکي:
«دوی [حزب سری دربار] میرزا محمد حسین خان مستوفی الممالک چې د امیر د استخباراتو کار يې هم کاوه تعقیبول، خو څه يې لاس ته نه ورتلل. بیا يې هم امیر و دې ته متوجه کاوه چې د خطر ټکی امان الله دی! په دې ډله کې چې د امان الله خان په قومنده يې کار کاوه [که څه هم مشري يې د نصرالله خان په غاړه وه] ډېر کاري سړی شجاع الدوله خان و چې وايي د امان الله خان مور زوی ورته وايه، کومه تفنګچه چې امیر پرې ووژل شو، هم علیا حضرتې هغه ته ورکړې وه.»

دا چې د شاه امان الله شخصیت رښتیا هم دې ته جوړ و، چې د پلار مرګ ته هم تیار شي؟ هغه پوښتنه ده چې د نوموړي واکمني او خصوصاً له بهرني سفر وروسته يې د نوموړي فعالیتونه، د هغه د مور چلند، له ماماخېلو سره اړيکي او زموږ د سدوزویو او محمد زویو لږ وړاندې دوره يې ځوابولی شي، که څه هم په شفاهي روایاتو کې راځي چې شاه امان الله دومره نرم زړی هم و چې د غزني په جګړه کې يې د خپل عسکر د توپ په ډز کې د حبیب الله کلکاني د پلویانو په وینو لړلي جسدونه ولیدل، نو ويې ویل: تر داسې پاچاهي تېر یم او مخ پر هند روان شو! خو د دې تر څنګ نوموړي ډېر هغه روحانیون هم د اعدام پر پړي را وځړول چې لومړی يې د انګریز پر وړاندې د دوی د سپر شویو سینو پر مټ خپلواکي واخیستله خو وروسته چې يې د نوموړي له «اصلاحاتو» سره توافق رانه غی په دار وځړول شول، لکه قاضي عبدالرحمن پغمانی چې د نوموړي قاضی القضات و، خو له بهرني سفر وروسته يې له حرکاتو سر جوړ را نه غی او اعدام يې کړ، خو د پیر صاحبانو د کورنۍ چې پخپله يې شاه امان الله ته د پاچاهۍ تاج پر سر ور ایښی او نوموړي حضرت صاحب فضل عمر مجددي رحمه الله ته «نورالمشایخ» لقب او په شکر دره کې پنځه زره جریبه ځمکه ورکړه، خو له مخالفت وروسته يې پخپله نور المشایخ صاحب تبعید او حضرت صاحب محمد صادق مجددي او د هغه وراره حضرت صاحب محمد معصوم مجددي يې زندانیان کړل.

د نوموړي د همدې کار کردګۍ په تړاو؛ کله چې په پکتیا کې د نوموړي د «اصلاحاتو» پر ضد ملا عبدالله د مخالفت توغ پورته کړ (۱۳۰۲،۱۲،۲۱ش)، نو له لنډې جګړې وروسته يې ملا عبدالله، ملا عبدالرشید، ملا عبدالسبحان، ملا عبدالحلیم، ملا نور احمد او ۲۶ تنه نور ژوندي ونیول او ټول يې په درا کړل ، په همدې تړاو عبدالهادی داوی ورته په ګیله من انداز وویل: ښه به دا وه چې د محکمې امر دې پرې اخیستی وای، «امان الله په تمسخر ځواب ورکړ: ایا ته خبر نه يې، زه د امیر عبدالرحمن خان لمسی هم یم.»

میر محمد صدیق فرهنګ پخپل مشهور اثر «افغانستان در پنج قرن اخر» کې د ګڼو بهرنیو او کورنیو سرچینو له سپړلو وروسته لیکي: «په قوي احتمال سره ویلی شو، چې د امیر وژنه د دربار په توطیه او د دې توطیه ګرو له ډلې یو تن ترسره کړې ده، چې طرح کوونکی يې غالباً امان الله خان او د هغه مور علیا حضرته او اجرا کوونکی يې شجاع الدوله و.»

د شاه امان الله واکمني

شاه امان الله په ۲۷کلنۍ ۱۹۱۹م کال کې واک ته ورسید، د نوموړي بریا په دې کې وه، چې ټوله ورسره ډله د انګریز د استعمار ضد او د دې تر څنګ له واک ته رسېدو سره سم، د برتانیا سفیر ته مخامخ د خپلواکۍ د اعلان او نغدې خبرې هغه څه و، چې امیر يې له ولس سره وتاړه، ځکه خو نصرالله خان هم په جلال اباد کې تر واک تېر او د پاچاهۍ خوبونه يې شاته ټېل وهل؛ امیر ته د پاچاهۍ تاج حضرت صاحب نورالمشایخ رحمه الله ور پر سر کړ او دا چې د انګریزانو پر ضد يې د جهاد نیت وښود، نو د هېواد په لرو بر کې يې غږ ته لبیک وویل شو.

شاه د څو میاشتو په د ننه کې د الله جل جلاله په مرسته او د ولس په پراخ ملاتړ د انګریز امپراتوري د افغانستان خپلواکۍ منلو ته اړ ایستله؛ نو يې پښې لا کلکې او په ولس کې يې رېښې لا پخې شوې. شاه اغا صدیق مجددي چې کورنۍ يې د شاه امان الله د واکمنۍ په پيل کې د امیر ملاتړې، خو وروسته يې زندانونه، تبعیدونه او ان مسلح ټکر سره راغلی، پخپل کتاب «امیر حبیب الله خادم دین رسول الله» کې مني چې د امیر د واکمنۍ پیل خورا بریالی و:
«د خپلواکۍ له جګړې او د بخارا له مسلمانانو سره له همکارۍ وروسته امان الله خان د ملت له پوره باوره برخه‌من شو او خلکو د هغه له پروګرامونو چې ملت يې د نوي ژوند په لوري رهنمايي کوي سخت خوندور هرکلی وکړ. د هغه عالي برنامو شهزاده او شهزاده بازي او د محمد زیو مفت خورو کورنیو ته نسبي معاشونه له منځه یووړل. مینځېتوب او غلامي يې ختمه کړه، غیر انساني جزاوې لکه د مجرمې ښځې وېښتان د اس په لکۍ پورې تړل او په کجاوه کې د مجرم سړي کېنول او له لوړي څوکې ښکته را رغړول یا هم د توپ خولې ته تړل يې له منځه یووړل.»

د شاه امان الله له لوري د خپلواکۍ د اعلان په تړاو په کابل کې د برتانوي هند استازي د هماغه کال په اپریل میاشت کې خپل حکومت ته ولیکل: «نوي امیر د ۱۹۱۹ د اپریل په ۱۳مه په دربار کې داسې اعلان وکړ: «زه ځان او خپل هېواد له داخلي او خارجي لحاظه کاملاً ا زاد او خپلواک اعلانوم، تر دې وروسته به زما مملکت لکه د نړۍ نور ممالک او قدرتونه ازاد وي. هیڅ یوه خارجي قدرت ته به د سر د یو ویښته په اندازه اجازه ور نه کړم چې د افغانستان په داخلي او خارجي چارو کې مداخله وکړي او که دغسې اقدام وکړي سره به يې په همدې توره ور غوڅ کړم! وروسته امان الله خان په دغه مجلس کې د انګریز نماینده ته اشاره وکړه او ويې ویل: ته پوه شوې؟ ما وویل: هو زه پوه شوم!»

دې ازادۍ په سیمه کې نوې روحیه را پیدا کړه په تېره بیا د هند د مسلمانانو ضمیرونه يې په حرکت را وستل، ځکه خو علامه اقبال لاهوري رحمه الله هم ورته وفرمایل:
ای امير کامگار ای شهريار
نوجوان و مثل پيران پخته کار
جان تو بر محنت پيهم صبور
کوش در تهذيب افغان غيور

د شاه بله څېره!

شاه امان الله سره له دې چې په کور د ننه مخالفتونه هم لرل، لا هم پر ډېرو کسانو پوخ باوري نه و، که څه هم د پلار د قتل په تور يې یو تن ساتونکی اعدام هم کړ، خو لا هم دا غوغا غلې نه وه، مګر بیا هم په دومره لوی جرئت د انګریزانو د پراخې امپراتورۍ پر وړاندې د امیر د محکم غږ علت څه و؟ ډېری تاریخ‌پوهان پر دې باور دي چې امیر له ځان سره د روحانیونو ملګرتیا درلوده او د پلار د امارت پر وخت يې د انګریزانو پر خلاف د مسلح ټکر دریځ په ولس کې مشهور شوی و، چې شاه امان الله هم همدا موقع مناسبه وبلله او پوهېده چې د ولس نبض دې ته برابر دی چې که په هند يې ور مرش کړي، شاتګ به ونه مني.

امیر په شخصي لحاظ په دربار کې ساتل شوی ځوان و، د مور يې له پلار سره ډېره جوړه نه وه، ځکه خو هغې هم هڅه کوله چې د خپلې پلارګنۍ «بارکزيو څخه» په دربار کې رسوخ زیات کړي چې په ګڼو تاریخي اثارو کې يې اسناد هم موندل کېږي، خو د دې تر څنګ امیر د ولس له عمومي روحيې پوره خبر نه و، هغه تر دې اندازې په سیاسي چارو کې هم محصور ساتل شوی و، چې ګڼ مهم کارونه يې د مور له مشورې پرته نه شوای ترسره کولی، کاندید اکاډمیسن محمد ابراهیم عطايي يې د نورو ځانګړنو په اوږدو کې لیکي چې نوموړي رواني کمزوري هم درلوده:
«امان الله خان یو افراطي وطندوست او په ټاکلي حد کې سخت نشنلیسټ و، خو شهزاده و، د عبدالرحمن خان او حبیب الله خان وینه يې په رګو کې وه او له دغه درکه سخ خودخواه، مستبدالرایه او په عین زمان کې په یوه خاصه رواني کمزورۍ هم اخته و.»

شاه امان الله له خپلو ملګرو سره په «حزب سری دربار» کې لا د «اصلاحاتو» په اړه بحثونه درلودل او اوس چې واک لاس ته ورغی، نو د خپلواکۍ تر اعلان وروسته يې «امان افغان» اخبار د عبدالهادي داوي په مشرۍ د سراج الاخبار پر ځای را ویوست چې دا يې په فرهنګي برخه کې د «اصلاحاتو» لومړی ګام ګاڼه.

شاه امان الله د واک په څلورم کال ۱۹۲۳ز کې جلال اباد کې نږدې نهه سوه تنه کسان را ټول او په دې جرګه کې يې د هېواد لومړنی اساسي قانون تصویب کړ، خو کال وروسته ۱۹۲۴ز امان الله خان په پغمان کې دې ته اړ شو چې د خپلو «اصلاحاتو» ګڼې مادې بېرته ور واخلي، چې دې چارې د نوموړي درباري او له درباره د باندې مخالفینو ته لا زړه ورکړ، چې په پایله کې يې ان واکمني له ګوتو ووته.

یو اوږد سفر او د شاه یوه نادره څېره!

شاه امان الله چې د ۱۹۲۶ز کال په جون کې له «امیر» نه په «شاه» امان الله بدل شو، کال وروسته ۱۹۲۷ز د ډسمبر په ۱۵مه يې د یو پلاوي په ملتیا د اوږد سفر ملا وتړله چې د ۱۹۲۸ز کال تر جولای پورې اوږد شو، د دې سفر د پلاوي په اړه کاندید اکاډمیسن محمد اعظم سیستانی لیکي:
«شاه امان الله د ۱۹۲۷کال د ډسمبر په ۱۵مه له ۳۱ کسیز پلاوي سره د کندهار له لارې هند ته ننوت، ملکه ثریا لومړنۍ افغان ملکه وه چې بهرنی سفر يې وکړ، زوی يې رحمت الله شپږ کلن و، چې درملنې ته يې اړتیا درلوده… دوه وروڼه يې عبدلوهاب طرزي او عبدالتواب طرزي، د ملکې مرستندویان او نور کسان له: والي علي احمد خان (چې شاه له ده پرته په کابل د هغه پاتې کېدل تاواني ګڼل)، د دربار وزیر محمد یعقوب خان شاغاسي، د دولت د شورا رییس سردار شیر احمد خان، سردار محمد حسن خان، د حربیه وزارت معین حبیب الله خان، د هرات د عسکري قومندانۍ فرقه مشر عبدالرحمن، د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي هېواد ونو د څانګې مدیر غلام یحی خان طرزي، په بهرنیو چارو وزارت کې د شفر ادارې مدیر محمد امین خان دروازی، د بهرنیو چارو وزارت وکیل غلام صدیق خان چرخي…» د دې تر څنګ څو تنه ژباړونکي او د پلاوي نور غړي هم ورسره ملګري و.

شاه امان الله پخپله د دې سفر اړوند یونلیک کې د سفر هدف نورې نړۍ ته د خپل هېواد ور وپېژندل، له هغوی سره اړیکي جوړول او له هغوی نه د څه اخیستل یادوي، خو دا چې د هېواد وضعیت ته په کتو د دومره مهمو چارواکو په تېره بیا پخپله د شاه سفر مهم و؟ کاندید اکاډمیسن محمد ابراهیم عطايي لیکي: «ظاهراً خو دا ستر توپاني کار ښه جلوه درلوده، ولې بې وخته و، خاصتاً دا چې بیا په دغه مسلط بحران کې دې سفر شپږ میاشتې ونیولې… دا خبره البته بې ځایه نه ده چې دغه سفر هم لکه د ځينې نور کارونه د امان الله خان له بوالهوسۍ څخه منبع درلوده.»

شاه، په دې اوږده سفر کې هند، مصر، ایټالیا، فرانسې، بلجیم، المان، انګلستان، شوروي، ترکیې او ایران ته لاړ، چې بېرته د هرات له لارې هېواد ته راغی؛ پخپله شاه په هر هېواد کې له هرکلي خوښي ښوودلې او دا سفر يې د ځان او هېواد لپاره ډېر ګټور بللی، کاندید اکاډمیسن محمد اعظم سیستاني د امان الله خان د سفرنامې په حواله لیکي:
«خریداری هایی که در این سفر کرد ام ازین قرار است:
1. پنجاه و سه هزار و پنجصد تفنګ جاغوردار، رقم انګلیسی
2. یکصد و شش توپ
3. شش میترالیوز
4. هشت طیاره
5. پنج موتر زره پوش
6. ده هزار کلاه زره پوش
7. فاریکه پارچه های پشمی ونخی
8. فابریکه قندسازی
9. فابریکه دکمه سازی
10. ماشین پشم شوئی
11. ماشین ساخت مواد کیمیاوی
12. فاریکه جاکت بافی
13. بیست و چهار پایه مشاین جراب بافی
14. ماشین های حساب
15. ماشین های شیر و مسکه
16. مشاین های حفظ میوه
17. مشاین های تیل کشی
18. هجده عدد موتر سواری
19. دوازده موتر اطفائیه
20. دو هزار دستګاه خورد وکلان رادیو
21. آلات جراحی
22. موتر های زراعت»

په دې سفر کې د شوروي اتحاد له لینین نیولې، د ایټالیا تر موسولیني، د ترکيې تر مصطفی کمال اتاترک (د ترکي سیکولریزم پلار) او ایراني رضاشاه پورې له ټولو سره خبرې اترې لرلې، دي چې د کاندید اکاډمیسن محمد ابراهیم عطايي په قول له اتاترک او رضا شاه يې خورا اوږدې خبرې درلودلې.

«اصلاحات» او د شاه تېښته!

شاه امان الله له دې سفره د هېواد له لوېدیځه هرات ته راغی، نوموړي توقع درلوده چې ولس به يې پراخ هرکلی وکړي او دی به هم د سفر لاسته رواړنې ورته کتار کړي، خو شاه چې لا په سفر کې و، په کور دننه يې پر ضد څرګندونو زور واخیست، په تېره بیا د نوموړي د مېرمنې د لباس په تړاو؛ سره له دې چې له امان الله سره د تنفر په پیدا کولو کې د دربار د مخالفینو تر څنګ ښايي بهرني لاسونه هم و، خو د مؤثقو تاریخ‌پوهانو په نظر پخپله د شاه بېړني فرمانونه او توندي د دې علت شوه چې ولس يې پر وړاندې ودرېږي.
د شاه له واکمنۍ نږدې سل کاله اوړي خو لا هم افغان ذهنیت په ګڼو هغو مسائلو کې چې شاه یوه پېړۍ وړاندې تطبیقول تیار نه دی، له دې زموږ مخکې یادونه هم ثابتېږي چې نوموړی د خپل ولس په پېژندنه کې په بله تللی و، بې له دې چې له اوږده سفر وروسته په دربار کې غوښن شوي مخالفتونه حس کړي او بې له دې چې د هېواد وضعیت د نوموړي راوړیو «اصلاحاتو» ته برابر وویني خورا په بېړه يې د «اصلاحاتو» تر نوم لاندې په حساسو مسائلو کې لاسونه ووهل.

کاندید اکاډمیسن محمد اعظم سیستانی لیکي: « امان الله خان د ۱۹۲۸م د جشن په پیلنۍ وینا کې د څو ښځو کولو په اړه خبرې وکړي، ويې ویل: هیڅوک باید تر یوې ښځې ډېرې ښځې ونه لري، د هېواد د راتلونکې نیمکرغي په میندو پسې تړلې، چې نوی نسل روزي. امان الله خان ښځو ته په خطاب کې وویل: پاکې، عفیفې او په عصمت کې اوسئ او په دې برخه کې له خپلو مېړونو مه ډارېږئ. وروسته شاه او ملکه او نورالسراج چې چادري يې نه لرلې له استازیو سره خبرې وکړې، وروسته ملي اتڼ وشو، په دې محفل کې ډېرو ډیپلوماټو ښځو برخه اخیستې وه او یوې هندي نڅاګرې هندي نڅا وکړه. د اروپا له سفره چې را وګرځيد، شاه د عالیرتبه مېرمنو یوه غونډه جوړه کړه او جذباتي وینا يې ورته وکړه، ويې ویل چادري د دې علت شوې چې ښځې تازه هوا نه شي تنفس کولی، ډېرې يې په ناجوړۍ اخته کړې دي، امان الله خان امر وکړ چې له دې وروسته د دارالامان په عمومي باغ کې چادري کړې ښځه نه شي ګرځېدلی.»

سره له دې چې ښاغلي شاه اغا صدیق مجددي پخپل اثر «امیر حبیب الله خادم دین رسول الله» کې د شاه اړوند داسې څرګندونې هم بیان کړې دي، چې په هماغه وخت کې عام ذهنیت هم تکرارولې، خو د دې تر څنګ وتلی مؤرخ ښاغلی سیستاني هم د شاه د «اصلاحاتو» په اړه تقریباً هماغه څه لیکي او ورسره تاییدوي يې هم:
«یوه ورځ امان الله خان په عمومي باغ کې یوه چادري کړې ښځه ولیده، دستي يې له ښځې وپوښتل چې له چادري سره دلته څه کوي؟ له ځنډ پرته يې له ښځې چادري کش کړه او ويې سوځوله، د شاه دا عمل په ښځه ښه ونه لګید او هغه يې د ځان توهین وګاڼه په داسې حال کې چې د شاه هدف د ښځې توهین نه و، بلکې د چادري توهین و، چې خدایزده زموږ هېواد ته له کومه وخته راغلې او په موږ کې يې رېښې ځغلولې.»

هاغه موضوع چې په ولس کې يې د امان الله خان پر ضد د وسلې اخیستو انګیزه لا قوي کړه، ښاغلی سیستانی يې په اړه لیکي:«د غونډې په درېیمه ورځ یوه بله ډېره ارزښتناکه موضوع مطرح شوه او هغه افغان مېرمنو ته د ازادۍ ورکول و، وروسته له هغه چې د ښځې او نر حقونه مساوي اعلان شول، ملکه ثریا له ځایه پورته شوه او پر خپل مخ راخور نازک پړونی يې له مخه کش او څېرې کړ، خلکو په چکچکو د هغې دا کار تایید کړ او نورو مېرمنو د هغې پیروي وکړه او سړیو د ښځو مخونه ولیدل، په داسې حال کې چې نه د ښځو له ښایست او عزت او نه هم د سړو له شرف او غیرت نه څه شی کم شول.»

د همدې سرچینې په وینا د شاه مېرمنې ملکې ثریا پخپل ښوونځي کې هم زده کوونکې دې ته هڅولې چې د چادري ضد تبلیغات وکړي، د دې تر څنګ دولت د ښځو د حقونو د لاسته راوړلو لپاره ان پر دوی د وسلو وېشلو نیت هم درلود:
«وروسته [امیر امان الله] ښځو ته توصیه وکړه چې له خپلو مېړونو خپل حقونه واخلي او هغه ښځې چې مېړونه يې ظلم او تاو تریخوالی پرې روا بولي، کولی شي خپل حق د توپانچې [چې دولت يې دوی ته ورکوي] په زور واخلي.»

ملکې ثریا د ښوونځي له زده کوونکو، وروسته يې په دلکشا ماڼۍ کې له مېرمنو سره ځانګړې غونډه درلوده او ويې ویل: اروپايي ښځې په فابریکو کارونه کوي، خو افغان مېرمنې له جسمي اړخه تر هغوی زورورې دي، خو د هېواد په پرمختګ کې برخه نه اخلي، علت يې چادري ده، چې په هیڅ ځای کې د قبول وړ نه ده.
هغې زړې مېرمنې د خلکو د کورونو د څار لپاره وګمارلې چې د مېړونو او مېرمنو چلند وګوري او دوی ته پت ګوزارش ورکړي، چې له همدې امله هغې د ښځو د شکایتونو د اورېدو لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړې وه، «دا ټول د امان الله خان په اصلاحي پلان کې شامل و.»

شاه د ښځو د تعدد په اړه خبرې وکړې، په عمومي توګه ټول ولس او په ځانګړي توګه يې د دولتي مامورینو لپاره تر یوې د ډېرو ښځو درلودل جرم وګاڼه، د دولتي کارکوونکو او د ښاري اوسېدونکو لپاره يې اروپايي لباس جبري کړ، چادري منع شوه او د ښار په واټونو کې لوحې ولګېدلې چې چادري کړې مېرمن دلته تګ راتګ نه‌شي کولی، د جمعې ورځ رخصتي پنجشنبې ته تبدیل شوه، سره له دې چې ګڼو هندي ښوونکو په حبیبیه لیسه کې زده کوونکي روزل، خو دیوبند مدرسې ته د طالبانو تګ او له هغه ځایه د علماوو راتګ بند شو، په نظامي برخه کې چا د پیرۍ او مریدۍ سلسله کې ځان نه شوای داخلولی او پیر یا مرید نظامي دستګاه ته نه شوی ور ننوتلی، شراب څښونکی نه‌شي مجازات کېدلی، مېرمنې به وېښتان لنډوي…

شاه اغا صدیق مجددي لیکي:
«له [سفره] په بېرته راتګ سره، شاه چې له تازه نظریاتو سره هېواد ته راغلی و، په پوره جدیت سره يې د خلکو د فرهنګي او ټولنیز وضعیت د بدلولو لپاره لستوڼي را بډ وهل او بې له دې چې د هېواد کورني شرایط په پام کې ونیسي، په بېړنیو او خطرناکو اقداماتو يې لاس پورې کړ او په اصطلاح تر قلبې وړاندې يې کرونده شروع کړه!»

له ديني طبقې سره فاصله پر شاه هغه باورونه لا پیاوړي کړل چې نوموړی يې په افغانستان کې د مصطفی کمال اتاترک پر پیروۍ تورناوه، همدا خبره د هند پخواني لومړي وزیر جواهر لعل نهرو هم په ترکیه کې د سیکولریزم د پلار اتاترک او شاه امان الله د مقایسې اړوند کوي:
«د هند لومړی وزیر جواهر لعل نهرو اروپا ته د شاه امان الله د اوږد سفر او د هغه پایلو په اړه لیکي: [… امان الله خطرناک کار کړی و، چې په هغو تودو بدلونونو کې چې په هېواد کې يې پیل کړي او د ژوند زړه تګلاره يې بدلوله، خپل هېواد پرېښود او په سفر لاړ. مصطفی کمال کله هم داسې خطرناک کار ونه کړ.»

کله چې شاه د «اصلاحاتو» په نوم ګامونه واخیستل، علامه اقبال لاهوري رحمه الله هم د امت د مسؤلیت احساس وکړ او دا چې په پیل کې يې شاه ستایلی و، خو وروسته يې پرې غږ وکړ چې د (اروپا) ړوند تقلید دې بریا ته نه رسوي:
در نگر ای خسرو صاحب نظر
نیست هرسنگی که می تابد گهر
ای امان الله اگر داري جگر
در ضمیر خویش و در قرآن نگر

دا او دې ته ورته ګڼ نور «اصلاحات» د دې علت شول چې د شاه مخالفین د اقدام کولو ګام واخلي، خو دا چې د شاه پر ضد اقدامات ځينې سرچینې ولسي تحرکات نه؛ بلکې د انګریزانو مداخله بولي خو لا يې هم نه په کورني او نه هم باندنیو سرچینو کې مؤثق اسناد موندل کېږي.

په همدې تړاو وتلی مؤرخ مرحوم پوهاند حسن کاکړ وايي:
«مخصوصاً په دغه شرقي قومونو کې یوه سلسله تحرکات روان و او د غبار په کتاب کې هم واضح دي، چې ډېرو ملایانو تحرکات کول اما دا چې سړی ووايي دغه خپله حکومت د انګلیسانو یعنې حکومت د هندوستان، دوی استولي لېږلي، دا ماته ثابته نه ده، معلومه نه ده او ممکن ده کړي يې وي، ممکن نه يي وي کړي؛ مګر داسې په رسمي ډول سره په دا اوراقو کې ماته داسې شواهد چې وښيي حکومت د انګلیس د اعلیحضرت امان الله خان په را چپه کولو کې سهم لري او اقدام يې کړی وي، ماته معلوم نه دي او باید دا وویل شي چې امیر امان الله خان چې د سفر څخه را وګرځيد، مخصوصاً په انګلستان کې هم حکومتي عمالو هم خلکو، د اعلیحضرت امان الله خان استقبال نظر هر بل مملکت ته زیات کړی و، اعلیحضرت امان الله خان هم د دوی د دغه ښه استقبال څخه نهایت مشکور و، حکومت هند برتانوي اساساً د اعلیحضرت امان الله خان د اصلاحاتو مخالف نه و یعنې واقعاً په دې باندې خوښ و، چې په افغانستان کې دغسې اصلاحات راشي، افغانستان چې له هغه پخواني ذهنیت سره ژوند کاوه او په نوې دنیا کې داخل شي، د دې اصلاحاتو هغوی مخالف نه و.»

پخپله شاه هم د انګریزانو له هرکلي خوښ برېښي:
«له جرمني انګلستان ته لاړم، ملت، حکومت او شاهي کورنۍ له ما سره سخت مینه وکړه، هلته دوه ویشت ورځې پاتې شوم … ښه موړ شوم او ښه مینه مې ولیده … له اکسفور دارالفنون او جرمني نه مې د حقوقو او انجینرۍ دوه دوکتوراوې قبولې کړې…»

یوازې یوه اندېښنه شته چې کله د شاه د «اصلاحاتو» پر ضد ولسي اقدامات پیل شول، نو مشهور انګریز جاسوس ټامس اېډورډ لارنس هم افغان پولو ته څېرمه لیدل شوی، خو نوموړي یوازې پنځه میاشتې تېرې کړې او بېرته د برتانیا حکومت ورغوښتی دی:
«لارنس د یوه عادي عسکر په بڼه کې لومړی کراچي او بیا د ۱۹۲۸ کال د اګست په میاشت کې د شمالي وزیرستان مرکز میران شاه ته ورسېدی. میران شاه له ډیورنډ کرښې شاوخوا لس میله لېرې پرته سیمه ده او نوموړی د څو میاشتو لپاره هلته د انګرېز پوځ په یوه مرکز کې مېشت و. پر دې مهال په افغانستان او هندوستان کې اوازه خپره شوه چې لارنس د امان الله خان د واکمنۍ د را پرځولو لپاره د خلکو د را پارولو په نیت سیمې ته رسېدلی دی. دغه ګنګوسې چې خورې سوې نو د برتانیا حکومت لارنس لندن ته وغوښتی. لارنس په قبایلي سیمو کې تر شاوخوا پنځه میاشتې اوسېدو وروسته د ۱۹۲۹م کال د جنوري په میاشت کې بېرته خپل هېواد ته ستون شو.»

کاندید اکاډمیسن محمد اعظم سیستانی د پوهاند حبیبي په حواله لیکي: «د افغانستان په معاصر تاریخ کې په وارو وارو لیدل شوي، چې شاه، زمامدار یا شهزاده ښه سړی وي، خو د درباریانو د بدو کړنو، د حرم د نااهله ټاکل شویو کسانو او کورنۍ له لوري سرکوب شوی وي.»

همدا سرچینه د میر غلام محمد غبار په حواله لیکي، چې نوموړی هم ورته نظر لري، خو په دومره توپیر چې د شاه شخصي نیمګړتیاوې هم پکې دخیلي بولي:
«شاه یوازې پاتې و، کوم با کفایته ګوند یا ملګري يې نه لرل … د اروپا له سفر وروسته ډېر مغرور او ځان غواړی و شوی و، په بېړنیو اقداماتو يې افغانستان د یو منفي انفلاق وړ کړ.»

کاندید اکاډمیسن محمد ابراهیم عطايي وايي چې شاه امان الله د واکمنۍ له پیله ځان تر قانون پورته ګڼلی و: «ده په قانون کې پاچا بې مسؤلیته کړی و، خو صدر اعظم چې د کارونو مسؤل و، هغه يې نه مقرراوه او پخپله يې ټولې چارې اجرا کولې، وزیران چې ده ته مسؤل و، دی هیچاته مسؤل نه و، په دې توګه یوه انارشي اداره کې روانه وه، په یوه لویه جرګه کې د ده د تقنیني مشاور مولوي عبدالواسع د داخله او معارف له وزیرانو څخه د خلکو د شکایت غږ وکړ، په دغه وخت پاچا په عصبیت ځواب ورکړ، چې دا زما وزیران دي ماته مسؤل دي، په بل چا پورې اړه نه لري.»
د دې تر څنګ له خپلو «اصلاحاتو» د شاه بېړنی شاتګ هغه څه بلل کېږي چې د نوموړي پښې يې سستې کړې، هغه د واک په وروستیو کې د ښځو او روحانیونو په برخه کې ډېری خپل فرامین بېرته ور واخیستل او د دې لپاره چې ځان ثابت کړي چې تېر «اصلاحات» يې شاته غورځولي، د ملکې ثریا په وجود کې يې د خپل تره نصر الله خان له لور علیا بېګم سره هم واده وکړ، خو اوبه تر ورخ تېرې وې.

په ټوله کې مؤرخین د شاه بېړني اقدامات، د خپلې ټولنې نه پېژندنه، له روحانیونو او علماوو سره ناسم چلند، د اروپا پټې سترګې تقلید … د دې علت بولي چې شاه نور د سقوط پر ژۍ ولاړ و، که کوم بهرنی لاس موجود وګڼل شي کنه، خو په کور دننه دومره عوامل را ټول شوي و، چې شاه يې تخت پرېښودو ته اړ کړ؛ بالاخره شاه امان الله له شاوخوا لس کلنې واکمنۍ وروسته، له واکه لاس پر سر او خپل ورور عنایت الله خان يې واکمن اعلان کړ، خو حبیب الله کلکاني مرکز نیولی او د پاچاهۍ اعلان يې وکړ.

اخیستنځي:
• ارغنداوي، ډاکټر عبدالعلي، ژوندۍ خاطرې
• سیستانی، کاندید اکادمیسن محمد اعظم، علامه محمود طرزی، شاه امان الله و روحانیت متنفذ، ۱۳۸۳ه
• عطایي، کاندید اکاډمیسن، محمد ابراهیم، د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه، دویم چاپ، ۱۳۸۳ه، اسد
• غبار، میر غلام محمد، افغانستان در مسیر تاریخ، چاپ دوم، ۱۳۵۹ه، اسد
• فرهنګ، میر محمد صدیق، افغانستان در پنج قرن اخر، چاپ دوم، ۱۳۸۰ه
• مجددی، شاه اغا صدیق، امیر حبیب الله خادم دین رسول الله، چاپ چهارم، ۱۳۸۱ه
• اعظمي، ډاکټر داود، بي بي سي – مقاله: «د امان الله خان د واکمنۍ او جلاوطنۍ په اړه نوي څېړنې او موندنې»

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون