روغتيا او ژوند

هغه عوامل چې د زړه د حملې لامل گرځي

د زړه حمله هغه مهال چې زړه ته د وینې جریان بند شي پېښېږي. اکثره د وینې په رگونو کې کولېسټرول، غوړ او ځینې نور مواد ټولېږي چې وخت تېرېدو سره د وینې جریان له خنډ سره مخ کوي او ورو ورو د وینې رگونه بندوي چې دا د زړه د ځینو عضلاتو د زیانمنېدو لامل گرځي.

که څه هم د زړه حمله جدي او پېچلې روغتیايي ستونزه ده خو وروستیو طبي پرمختگونو په مرسته يې درملنه اسانه شوې. که د زړه د حملې نښې مو حس کړې نو له ځنډ پرته ځان بېړنیو روغتیايي مرستو ته ورسوئ.
دلته مو له هغو عواملو سره چې له امله يي د زړه د حملې خطر زیاتېږي، اشنا کوو:

۱- عمر
۴۵ یا زیات عمر لرونکي نارینه او ۵۵ یا زیات عمر لرونکي ښځینه د ځوانانو په پرتله ډېر د زړه د حملې له خطر سره مخ وي. ۸۳ سلنه هغه کسان چې د زړه د حملې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي ۶۵ یا له دې زیات عمر لري.

۲- شکرې ناروغۍ
انسولین، هغه هورمون چې پانقراس يي تولیدوي بدن سره د گلوکوز په جذبولو کې مرسته کوي. د شکرې په ناروغۍ اخته کسانو پانقراص کافي اندازه انسولین نه تولیدوي او انسولین ته مناسب غبرگون نه ښيي چې له امله يې بدن کې د قندي موادو کچه لوړېږي. شکرې ناروغۍ، په ځانگړي ډول هغه مهال چې کنترول نشي د زړه د حملې خطر زیاتوي.

۳- کورنی تاریخ
که ستاسې پر والدینو، خویندې او وروڼه او انا یا نیکه باندې د زړه حمله راغلې وي، تاسې هم له دغه خطر څخه خوندي نه یاست.

۴- ذهني فشار ته ستاسې غبرگون
په سمه توگه نه کنترولیدونکې غوسه یا فشار د زړه د حملې لامل گرځي. خپل وخت په اغېزمنه توگه مدیریت کولو، د ارامۍ تمرین کولو او واقعي اهدافو ټاکلو سره د فشار مدیریت کول زده کړئ. مساج او یوگا د ذهني فشار له منځه وړلو کې د پام وړ مرسته کولی شي.

۵- د وینې لوړ فشار
د وینې لوړ فشار د زړه د حملې له سترو لاملونو څخه دی. د زړه غوره روغتیا لپاره د وینې فشار باید ۸۰/۱۲۰ وي. د وینې هغه لوړ فشار چې د سېگرېټ، اضافي وزن، لوړ کولېسټرول یا شکرې ناروغۍ له امله رامنځ ته شوی وي د زړه د حملې خطر نور هم زیاتوي. د وینې لوړ فشار د کنترولولو تر ټولو غوره لاره ورزش کول دي.

۶- لوړ کولېسټرول (د وینې غوړ)
هغه مهال چې له گټور کولېسټرول سره د مجموعي کولېسټرول تناسب ۱ – ۵ څخه زیات وي د زړه د حملې خطر هم ورسره زیاتېږي. د زړه غوره روغتیا لپاره مجموعي کولېسټرول باید 200 md/dL څخه لږ او گټور کولېسټرول له 60 md/dL څخه زیات وي.

۷- غوړ لرونکي خواړه
هغه خواړه چې ډېر مشبوع شوي غوړ لري هم د زړه د حملې لامل گرځي. د زړه نړیوالې ادارې د موندنو پر بنسټ، زیات غوړ خوړل په نړۍ کې د ٪۱۱ زړه حملې او ٪۳۱ د زړه ناروغیو له امله د مړینې لامل دی.

۸- ورزش نه کول
غیر فعاله ژوند د زړه د حملې خطر ٪۵۰ زیاتوي او له دې سربېره د یو شمېر نورو وژونکو ناروغیو لامل هم گرځي. د زړه د حملې خطر کمولو لپاره باید یوه اوونۍ کې لږ تر لږه ۱۵۰ دقېقې ورزش وشي.

۹- اضافي وزن (چاغوالی)
هغه کسان چې اضافي وزن لري د نورو کسانو په پرتله ډېر د زړه حملې خطر سره مخ وي. اضافي وزن په زړه فشار زیاتوي او د زړه د حملې خطر زیاتونکي عوامل نور هم زیاتوي.

۱۰- سگرېټ
سگرېټ د انسان د زړه تر ټولو ستر دښمن دی او پرېښودل يي د زړه په ناروغیو د اخته کېدو خطر کې د پام وړ کمی لامل گرځي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون