ټکنالوژي

موټرولا پیاوړې کامره خو ارزانه بیه لرونکی ځیرک موبایل وړاندې کړ

موټرولا کمپنۍ خپل نوی ځیرک موبایل وړاندې کړ چې د پیاوړې کامرې او نورې پیاوړې ځانگړنو لرلو سربېره بیه يي ډېره مناسبه ټاکل شوې.

د موټرولا ون اکشن (Motrola One Action) نومې دغه ځیرک موبایل کې گو پرو (Go Pro) کامره ورکړل شوې چې د حرکت پر مهال غوره وېډیو جوړولو وړتیا لري.

ون اکشن کې ۶٫۳ انچه الټراوایډ ډوله مخ‌پاڼه ورکړل شوې، کوم چې الټراوایډ وېډیوگانې کتلو کې د پام وړ مرسته کولی شي. د دغه ځیرک موبایل مخ‌پاڼه فول اېچ ډي ریزلوشن لري او مخ‌پاڼې پاسنۍ برخې کې ۱۲ مېگاپکسله وړتیا لرونکې پنچ هول ډوله سېلفي کامره ځای پر ځای شوې.

د سامسنگ کمپنۍ اکزینوس ۹۶۰۹ اوکټا کور پروسېسر، ۴ گېگابایټ ریم، ۱۲۸ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا (چې د میموري کارت له لارې دغه وړتیا زیاتېدلی شي)، ۳۵۰۰ ملي امپیره بېټرۍ او انډرایډ پای عامل سیستم د دغه ځیرک موبایل له نورو پام وړ ځانگړنو څخه دي.

ون اکشن شاتنۍ برخې کې درې کامرې ورکړل شوي چې یوه يي ۱۶ مېگاپکسله وړتیا لرونکې الټراوایډ سېنسر دی چې د حرکت پر مهال غوره وېډیو جوړولو کې مرسته کوي. همدغه سېنسر کې ۲٫۰ مایکرون کواډ پکسل ټکنالوژي هم کارول شوې کوم چې د شپې یا تیاره کې غوره وېډیو ثبتولو کې مرسته کوي.

له دې سربېره اصلي کامره يي ۱۲ مېگاپکسله ده او یوه ۵ مېگاپکسله وړتیا لرونکې ډېپت سېنسر هم لري.

دغه ځیرک موبایل په دریو رنگونو کې تېره ورځ برازیل، مکسیکو او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې خرڅلاو ته وړاندې شوی او بیه يي ۲۷۵ امریکايي ډالره ټاکل شوې. څو اوونیو کې به نورو هېوادونو کې هم خرڅلاو ته وړاندې شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون