افغانستان سلايډ (فيچر)

کابل: د واده په مراسمو کې چاودنې له شپېتو زيات کسان وژلي

د کابل ښار شپږمې امنيتي حوزې شهر دوبۍ هوټل کې د واده پر مراسمو چاودنې لسګونو کسانو مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي، دا پېښه تېره شپه ۱۰:۴۰ د شهر دبۍ هوټل د سړيو په سالون کې شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی ياد کړی، خو عيني شاهدان وايي، په دغه پېښه کې لسګونو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د عامې روغتيا وزارت وايي، په دغه چاودنه کې له شپېتو زيات کسان وژل شوي دي.

د سيمې خلک وايي، چاودنه ډېره قوي وه او تر لرې ځايه يې غږ اورېدل شوی دی.

نصرت رحيمي زیاته کړې، چې د پېښې نوعيت تر اوسه نه دی معلوم او په دې اړه پلټڼې روانې دي.

د پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی، خو طالبانو دغه پېښه غندلې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټ کې د کابل د تېرې شپه چاودنه غندلې او وايي، چې وايي، د ښځو او ماشومانو وژنه قصدي او وحشي عمل دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون