افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبان: له امریکا سره د سولې تړون ورځ نه ده ټاکل شوې

طالبان وايي، له امریکا سره د سولې تړون ورځ تر اوسه نه ده ټاکل شوې او زياتوي، چې لا هم پر ځينو جزياتو بحث ته اړتيا شته.

په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند او مرکچي ټيم غړي سهيل شاهين ويلي، د روانو خبرو د جزياتو له بشپړېدو وروسته به د تړون  د اعلان په اړه پرېکړه کېږي.

ځينو رسنيو ويلي و، د امریکا او طالبانو هوکړه به د اسد مياشت په ۲۸مه وشي.

تېره ورځ بي بي سي هم په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر د يوه غړي په حواله ويلي و، چې دوی له امریکا سره د مذاکراتو په اړه خپلمنځي سلامشورې بشپړې کړي او اوس امریکايي لوري ته په تمه دي.

د سرچينې په وينا راتلونکې ناسته به لنډه وي او له امريکا سره به په کې تړون لاسليک شي، خو سهيل شاهين دغه راپورونه رد کړي او وايي، چې د هوکړې ورځ تر اوسه نه ده ټاکل شوې.

افغان حکومت هم ويلي و، چې په لنډو ورځو کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسليک شي او ورسره به بين الافغاني خبرو ته لاره برابره شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون