لوبې

محمد شهزاد باندې یو کلن بندیز ولگول شو

نن د کرېکټ بورډ ادارې اعلان وکړ چې شهزاد محمدي باندې يي د یو کال بندیز لگولی او د کرېکټ اړوند هېڅ ډول فعالیتونو کې برخه نشي اخیستلی.

د کرېکټ بورډ اداره وايي چې محمد شهزاد باندې دغه بندیز د انضباطي کمېټې له لوري له اجازې پرته پاکستان ته سفر او هلته تمرین کولو له امله لگول شوی.

محمد شهزاد یو ځل بیا هغه مهال له ستونزو سره مخ شوه چې پاکستان کې د تمرین کولو وېډیو يي پاکستاني رسنیو کې نشر او افغان لوبغاړي دوه مخي وبلل شول. ټولنیزو رسنیو کې د دغه وېډیو خپرېدل افغانان غوسه کړل او له کرېکټ بورډ څخه يي په نوموړی د تلپاتې بندیز لگولو غوښتنه وکړه.

کله چې دغه ستونزه د افغانستان کرېکټ بورډ سره شریکه شوه، د دغې ادارې ویاند ښاغلی هوتک رسنیو ته وویل چې محمد شهزاد د دغې ادارې له اجازې پرته پاکستان ته سفر کړی او نوموړی په څو څو ځلي د دغې ادارې انضباطي کمېټې ته د سپیناوی لپاره نه دی حاضر شوی.

وروسته بیا د اگست په لسمه د افغانستان کرېکټ بورډ له شهزاد محمدي سره شوی قرارداد ناڅرگندې مودې پورې وځنډوله او ژمنه يي وکړه چې له اختر وروسته به بیا انضباطي کمېټه ناسته کوي او په دې اړه به وروستۍ پرېکړه وکړي.

نن له ژمنې سره سم، د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې انضباطي کمېټې په محمد شهزاد یو کلن بندیز لگولی او نوموړی یو کال لپاره هېڅ ډول کورنۍ او نړیوالو سیالیو کې گډون نشي کولی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون