لوبې

نیوزیلینډ له سریلانکا څخه په ۶ وېکېټو ماتې وخوړه

د سریلانکا او نیوزیلینډ ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د سریلانکا په بریا پای ته ورسېده. دغې لوبې کې سریلانکا د پیاوړې لوبې په مرسته نیوزیلینډ ته په ۶ وېکېټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه نیوزیلینډ وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

نیوزیلینډ خپل لومړۍ وار توپ وهنې کې د ټېلر غوره توپ وهنې په مرسته ۸۳٫۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۴۹ منډې جوړې کړې.

نیوزیلینډ لپاره لومړۍ وار توپ وهنې کې ټېلر په ۱۳۲ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۸۶ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی توپ وهونکی و. نېکولس هم په ۷۸ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۴۲ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

سریلانکا لپاره دننجیا پنځه او لکمل څلور وېکېټې واخیستې.

سریلانکا خپل لومړۍ وار توپ وهنې کې د ځینو لوبغاړو غوره توپ وهنې په مرسته ۹۳٫۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۷ منډې جوړې کړې.

سریلانکا لپاره ډېکوېلا په ۱۰۹ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۶۱، مېنډېس په ۸۹ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۳، متیوز په ۹۸ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۰ او لکمل په ۹۸ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

نیوزیلینډ لپاره پټېل ۵، سومروېلي ۳ او بولټ ۲ وېکېټې واخیستې.

نیوزیلینډ خپل دوهم وار توپ وهنې کې هم د کمزورې توپ وهنې پایله کې ۱۰۶ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۸۵ منډې جوړې کړې او سریلانکا ته يي د ۲۶۸ منډو هدف وټاکه.

دا ځل نیوزیلینډ لپاره واټلېنگ په ۱۷۳ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۷۷ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی توپ وهونکی ثابت شو.

سریلانکا لپاره امبولډېنیا ۴، ډي سېلوا ۳، کومارا ۲ او دننجایا یوه وېکېټه واخیسته.

سریلانکا خپل دوهم وار توپ وهنې د ۲۶۸ منډو هدف په تعقیب پیل کړه او د لوبډلمشر کرونراتنې پیاوړې توپ وهنې او سلیزې په مرسته يي ۸۶٫۱ اورونو کې یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ټاکل شوی هدف پوره او دغه لوبه يي د شپږو وېکېټو په توپیر وگټله.

سریلانکا لپاره دوهم وار توپ وهنې کې کرونراتنې په ۳۴۳ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۲۲ او ترېمانې په ۱۶۳ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۶۴ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

نیوزیلینډ لپاره بولټ، ساوتي، سموېلي او پټېل یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون