سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ټرمپ: افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمير کموو، خو استخباراتي ځواک به پاتې وي

د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرو کې د پرمختګ په اړه ډاډ ښکاره کړی او زياتوي، چې افغانستان کې به د خپلو پوځيانو شمېر کړي، خو هلته به قوي استخباراتي ځواک پاتې شي.

ټرمپ په نيوجرسي ايالت کې خبريالانو ته وويل، له افغان حکومت او طالبانو سره د سولې خبرې ښې روانې دي، له افغانستانه به د ديارلس زرو عسکرو شمېر راکم کړي، خو ټينګار يې کړی، چې د عسکرو راکمولو پرېکړه به د افغانستان وضعيت او سولې خبرو ته په کتو کوي.

ټرمپ زياته کړې، چې نه غواړي افغانستان يو ځل بيا د نړیوالو ترهګرو په مرکز بدل شي او د دې موخې لپاره به هلته قوي استخباراتي ځواک وساتي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان بحران د پای ته رسولو لپاره په دوحه کې د امريکا او طالبانو خبرې روانې دي او ويل کیږي، چې دغه خبرې ۹۹ سلنه بشپړې شوي دي.

د دغو خبرو بنسټيز ټکي د ټولو بهرنيانو وتل او د طالبانو له لوري امریکا ته د ګواښ نه پېښېدو تضمين دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون