افغانستان سلايډ (فيچر)

ننګرهار او لغمان کې ۱۱ چاودنو د خپلواکۍ جشن ګډوډ او ۳۶ کسان ټپيان کړي

په ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د خپلواکۍ جشن نمانځلو غونډو پر مهال د سهار له اتو بجو د غرمې تر دوولسو بجو نهه چاودنې شوي دي.

د ننګرهار ولايت وياند عطاالله خوږياني رسنيو ته ويلي، نهه چاودنې په جلال اباد ښار او يوه په خوږياڼو ولسوالۍ کې شوې، چې له امله يې د خپلواکۍ جشن غونډه له ګډوډۍ سره مخ شوه.

د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر ظاهر عادل رسنيو ته ويلي، دغو چاودنو له امله ۳۰ کسان ټپيان شوي، د پېښې ټول قربانيان ملکيان دي او د ځينو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.

بلخوا د لغمان ولايت په مرکز مهترلام بازار کې هم د خپلواکۍ جشن نمانځغونډې پر مهال چاودنې شپږ کسان ټپيان کړي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون