سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

سوريه: ادلب ولایت کې روسيې الوتکو ترکي پوځيان بمبار کړي

د سوريې ادلب ولايت کې روسي الوتکو د ترکي پوځيانو هغه کاروان بمبار کړی، چې د راپورونو له مخې يې د ولسمشر بشار اسد وسله‌والو مخالفينو ته وسلې لېږدولې.

د سوريې حکومت ادلب ته د ترکي پوځيانو د تلونکي کاروان غندنه کړې او هڅه کوي، چې د دغه کاروان د مخکې تګ مخنیوی وکړي.

د سوريې په سويل کې د ادلب ولايت ډېره برخه لا هم د وسله‌والو مخالفينو په لاس کې ده، ترکي پوځيانو د حکومت مخالفو وسله‌والو ته وسلې لېږدولې، چې د سوريې او روسيې پوځيان وار له مخه سيمې ته رسېدلي او د ترکي پوځيانو د کاروان د مخکې تګ مخنیوی يې کړی دی.

سوريه وايي، د ترکي پوځيانو دا ګام د سوريې پر ځمکني حريم تېری دی او هېڅکله به يې و نه زغمي.

اوس داسې اندېښنې شته، چې ترکي پوځيان به هم غبرګون وښي او کېدای شي ادلب ولايت کې يو ځل بيا خونړۍ نښتې پيل شي.

ترکيې تېر کال له روسيې سره د يوې هوکړې له مخې ادلب ولايت کې خپل پوځيان ځای پر ځای کړي، خو د سوريې حکومت هلته د ترکي عسکرو د مېشتېدو مخالف دی.

د ترکيې حکومت وايي، د روسي الوتکو په بمبار کې د دوی پوځيان نه دي په نښه شوي، بلکې بمبار پر ولسي وګړو شوی، چې پر مهال يې پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون