لوبې

ټېسټ او درې اړخیزې شل اوریزو لوبو لپاره لوبډلې اعلان شوې

نن د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د بنگله‌دېش په وړاندې یوازینۍ ټېسټ لوبې او د بنگله‌دېش او زمبابوي په وړاندې درې اړخیزو شل اوریزو لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړې. ټېسټ لوبې لپاره ۱۵ کسیزه او درې اړخیزو شل اوریزو لوبو لپاره ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان شوه.

د بنگله‌دېش په وړاندې ټېسټ لوبه او بنگله‌دېش او زمبابوي په وړاندې درې اړخیزې شل اوریزې لوبې به د سپټمبر په ۵مه پیل او د همدې میاشتې په ۲۴مه به پای ته ورسېږي.

د سپټمبر په ۵مه به د بنگله‌دېش په وړاندې یوازینۍ ټېسټ لوبه ترسره شي او له هغې وروسته به د درې اړخیزو شل اوریزو لوبو لړۍ پیل شي.

ټېسټ لوبې لپاره ټاکل شوې لوبډله

راشد خان (لوبډلمشر)، اصغر افغان، محمد نبي، احسان الله جنت، ابراهیم ځدران، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، اکرام علي‌خېل، ظاهر خان پکتین، جاوېد احمدي، سید احمد شېرزاد، یمین احمدزی، افسر ځاځی، شاپور ځدران او قیس احمد.

درې اړخیزو شل اوریزو لوبو لپاره ټاکل شوې لوبډله

راشد خان (لوبډلمشر)، اصغر افغان، محمد نبي، حضرت الله ځاځی، نجیب ترکی، مجیب الرحمن، شرف الدین اشرف، نجیب ځدران، شاهدالله کمال، کریم جنت، گلبدین نایب، فرید احمد ملک، شفیق الله شفق، فضل نیازی، دولت ځدران، نوین الحق او رحمان الله گربز.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون