لوبې

د دننجایا او وېلیمسن د توپ اچونې طریقه ناسمه وبلل شوه

د سریلانکا پیاوړی ورو توپ اچوونکی اکېلا دننجایا د توپ اچونې طریقه ناسمه بلل شوې چې کېدای شي له امله يي پرې د یو کال بندیز هم ولګول شي.

د دننجایا د توپ اچونې طریقه د نیوزیلینډ او سریلانکا ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبې پر مهال ناسمه وبلل شوه. تېرو لسو میاشتو کې دا دوهم ځل دی چې د نوموړي د توپ اچونې طریقه ناسمه بلل کېږي.

اوس راتلونکو ۱۲ ورځو په جریان کې به د نوموړي د توپ اچونې طریقه وارزول شي او که چېرې دغې ارزونې پایله کې يي د توپ اچونې طریقه ناسمه ثابت شوه نو یو کلن بندیز به پرې ولګول شي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د قانون پر بنسټ، که چېرې دوو کلونو مودې کې د یو توپ اچوونکی د توپ اچونې طریقه دوه ځلي ناسمه وبلل شي نو یو کلن بندیز پرې لګول کېږي.

د دننجایا د توپ اچونې طریقه د تېر کال دسمبر میاشت کې هم ناسمه بلل شوې وه، چې له امله يي له لوبو منع شوی و او خپل د توپ اچونې طریقې باندې يي کار وکړ او د ۲۰۱۹ پیل کې يي خپل د توپ اچونې طریقه اصلاح کړه.

د سریلانکايي توپ اچوونکی سربېره د سریلانکا او نیوزیلینډ د ټېسټ لوبې په وروستۍ ورځ د درې اورونو ترسره کوونکی کېن وېلیمسن د توپ اچونې طریقه هم ناسمه وبلل شوه.

د دننجایا په څېر د وېلیمسن د توپ اچونې طریقه به هم راتلونکو ۱۲ ورځو کې دننه ارزول شي، خو که چېرې د وېلیمسن د توپ اچونې طریقه ناسمه وګڼل شي بیا هم په نوموړي بندیز نه لګول کېږي.

د وېلیمسن د توپ اچونې طریقه ۲۰۱۴ کې هم ناسمه بلل شوې وه خو په نوموړي ځکه بندیز نه لګول کېږي چې ۲۰۱۴ څخه تر اوسه ۵ کاله وخت تېر شوی.

د دغې ستونزې سربېره دننجایا او کېن وېلیمسن د پنجشنبې څخه پیلېدونکې دوهمې ټېسټ لوبې کې توپ اچونه کولی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون