افغانستان سلايډ (فيچر)

کرزي د ناټو له استازي سره پر افغان سولې او داعش پر فعاليتونو غږېدلی

مخکيني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې دناټو له ملکي استازي نيکولاس کې سره د افغانستان سولې بهير او داعش ډلې د فعاليتونو په اړه خبرې کړي دي.

د کرزي له دفتره په خپره شوې ويناپاڼه کې راغلي، مخکيني ولسمشر په دغه ناسته کې د ناټو له ملکي استازي سره د ليدنې پر مهال د سولې بهير په څرنګوالي بحث کړی.

د ويناپاڼې له مخې کرزي نيکولاس کې سره په خبرو کې د داعش ډلې د ظهور او پراختيا په اړه بحث کړی او هغه ته يې ويلي، چې داعش د افغانستان، سيمې او ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی.

کرزي د داعش په اړه د ناټو له ملکي استازي سره دا ناسته په داسې حال کې کړی، چې نوموړی په افغانستان کې د داعش ډلې د ظهور او پراختيا تر شا د امريکا لاس بولي.

کرزي په خپلو ګڼو څرګندونو او مرکو کې ويلي د امریکا تر سيوري لاندې د داعش فعاليتونو زياتېدل په دې معنا دي، چې امریکا د دغې ډلې ملاتړ کوي، خو امریکا تل دغه تورونه رد کړي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون