لوبې

مایک هېسن د مشر روزونکي دندې لپاره د پاکستان غوښتنه رد کړه

پاکستان په نړیوال جام کې نهیلي کوونکې لوبې څخه وروسته د خپلې ملي لوبډلې مشر روزونکی، د توپ اچونې او ډگر ساتنې روزونکي له دندې گوښه کړل او اوس غواړي خپلې لوبډلې ته نوي روزونکي وگوماري.

په همدې موخه پاکستان د نیوزیلینډ پخوانی مشر روزونکی مایک هېسن څخه غوښتنه کړې وه چې د دغه هېواد د ملي لوبډلې مشر روزونکی دنده ومني، خو نوموړی د پاکستان دغه غوښتنه رد کړه.

د نیوزیلینډ د رسنیو راپورونو پر بنسټ پاکستان او بنگله‌دېش دواړو د ملي لوبډلې مشر روزونکی دندې لپاره مایک هېسن سره اړیکه نیولې وه خو نوموړي د هغوی غوښتنه نه ده منلې.

مایک هېسن غوښتل چې د هندوستان د ملي لوبډلې مشر روزونکی شي او دغې دندې لپاره يي خپل غوښتنلیک د هندوستان کرېکټ بورډ ته سپارلی و، خو د هندوستان کرېکټ بورډ ۲۰۲۱ پورې بیا هم روي شاستري د خپلې ملي لوبډلې مشر روزونکی په توگه انتخاب کړ.

بنگله‌دېش لوبډلې هم د مایک هېسن منفي ځواب څخه وروسته تېره اوونۍ د سویلي افریقا پخوانی مشر روزونکی رسل ډومېنگو خپلې لوبډلې لپاره د مشر روزونکی په توگه انتخاب کړ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون