لوبې

سریلانکا: ټېسټ لوبې لپاره پاکستان ته سفر نه کوو

سریلانکا ته د پاکستان کرېکټ بورډ بلنه ورکړې وه چې ټېسټ لوبې لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي، خو سریلانکایۍ لوبډلې د پاکستان دغه غوښتنه رد کړې.

پاکستان تېرو څو کلونو څخه هڅه کوي چې دغه هېواد کې نړیوالې لوبې بېرته پیل شي، چې همدغه هڅې په لړ کې يي سریلانکا ته په پاکستان کې د ټېسټ لوبې بلنه ورکړې وه. که څه هم پاکستان سریلانکا ته یوازې یوې ټېسټ لوبې لپاره پاکستان ته د راتگ بلنه ورکړې وه، خو سریلانکا وايي چې یوې لوبې لپاره هم پاکستان ته سفر نشي کولی.

په پیل کې سریلانکا وویل چې د پاکستان امینتي حالات ارزونې لپاره به خپله امنیتي ډله د پاکستان کراچۍ او لاهور ښارونو ته واستوئ او د هغوی د راپور پر بنسټ به پرېکړه وکړي.

خو اوس سریلانکایي رسنیو د دغه هېواد کرېکټ بورډ څرگندونو پر بنسټ راپور ورکړی چې ملي لوبډله يي د ټېسټ لوبې لپاره پاکستان ته سفر نه کوي او د پاکستان کرېکټ بورډ يي له دغې پرېکړې خبر کړی هم دی.

تر دې دمه د سریلانکا او پاکستان کرېکټ بورډ ادارې په دې اړه رسمي غبرگون نه دی ښودلی، خو تمه کېږي چې دواړه ادارې ډېر ژر رسمي غونډې په ترڅ کې د سریلانکا دغه پرېکړه له رسنیو سره شریکه کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون